1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاشکند غونډه؛ لومړۍ ورځ پر کومو موضوعاتو خبرې شوي؟

۱۴۰۱ مرداد ۴, سه‌شنبه

ازبکستان د افغانستان په اړه د امریکا بریتانیا او اروپايي ټولنې د استازو په ګډون د شلو هېوادونو د استازو نړیوال کنفرانس روان دی. دې غونډې ته د افغانستان د امنیت، اقتصادي ودې او سیمه‌ ایز تړون نوم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4EfPA
Der Berater des Sicherheitsrates von Usbekistan besucht Afghanistan
انځور: Pressestelle des Taliban-Außenministeriums

په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د تاشکند غونډې په لومړۍ ورځ وینا کې وویل، په لومړي ځل افغانستان کې غچ اخستنه بنده شوې، هېڅوک یې د سیاسي اختلاف له امله له دندې نه دي لرې کړي او ټولو ته عمومي بښنه شوې ده.

نوموړي د غچ اخستنې د ختمېدو ادعا داسې حال کې کوي، چې هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د مخکیني جمهوري نظام د نظامي او ملکي مامورینو د نیولو، شکنجې او آن د وژنو رپوټونه ورکول کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه راز په خپله وینا کې د دوحې تړون ته په اشارې وویل، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او د القاعدې په ګډون بهرني وسله وال نه پرېږدي، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

نوموړي ویلي: «د دوحې تړون کې موږ له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه، چې هېڅ ډلې او فرد ته به اجازه ورنه کړو، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو خلاف ګټه واخلي.»

په داسې حال کې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ګاونډیو هيوادونو په افغانستان کې د ترهګرو د شتون او هغوی ته ترې له خطره اندېښنه ښودلې ده. موده وړاندې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د څو بریدونو خبر هم ورکړل شوی و.

Die Vereinten Nationen feiern Nowruz
انځور: Lev Radin/Pacific Pres/picture alliance

په پلان کې وه، چې د تاشکند غونډه د جولای پر ۲۵ نېټه پیل شوې وای، خو یوه ورځ وروسته نن د جولای پر ۲۶ پیل شوه.

په دې ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو استازو هم ګډون کړی، هغه څه چې په لومړیو کې یې د روسیې د استازو د شتون له امله تمه نه کېده.

طالب چارواکیو د امیرخان متقي په مشرۍ دې ناسته کې ګډون کړی دی. هغه ویلي، د طالبانو تېرې یولس میاشتې حکومت لویه لاسته راوړنه ده او اوس وخت رسېدلی، چې افغانستان د اسیا په څلورلارې بدل شي.

طالب چارواکیو ویلي، چې د دې کنفرانس په څنډه کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له طالب استازو او امیرخان متقي سره لیده کاته او خبرې کړي دي.

ویل شوي، ضمیر کابلوف د خپلو خبرو په جریان کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه هم کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دي منلي، نو ځکه خو به دا کنفرانس طالبان د رسمیت پېژندنې له پاره کوم ګام ورنیږدې نه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ دویچه ویله ته وویل، که چېرې طالبان په کور دننه مشروعیت تر لاسه نه کړي او نړۍ سره ښې اړیکې ونه لرې، له دغه ډول غونډو ښه ګټه نه شي تر لاسه کولی.

اندړ زیاته کړه: «ښه به دا وي چې په لومړي سر کې ښه بهرنی سیاست، له ټولو هيوادونو سره ښې اړیکې ولرو، ښه دیپلوماتیکه ژبه پیداکړو، بیا موږ کولی شو، چې له دغسې غونډو سمه ګټه واخلو.»

یو بل سیاسي کارپوه صدیق فهیم چکري دویچه ویله ته وویل، کله چې طالبان په کور دننه ستونزې هوارې، ښوونځي پرانیزې، ښځو ته په خپله کابینه کې ونډه ورکړي او ټولو نړیوالو میثاقونو ته ژمن واوسي، نو له دا شان غونډو ګټه تر لاسه کولی شي، که نه بې پایلې به وي.

نوموړي وویل: «موږ چې د خپل کار بنسټ پوخ نه کړو، له دا شان مجالسو لازمې ګټې نه شو تر لاسه کولی، غوره به وي چې امارت په خپل بهرني سیاست فکر وکړي، د ملګرو ملتونو ۱۹۸ غړو هېوادونو تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. دا مانا لري، چې په خارجي سیاست فکر وکړی شي.»

د طالب استازو په شتون کې د تاشکند ناستې په اړه د بشري حقونو فعالانو او خواله رسنیو غبرګونونه هم پارولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، د طالبانو له لوري د بشري حقونو، د مېرمنو له حقونو سرغړونه، پر رسنیو بندیزونو او د نجونو ښوونځیو بندېدو په حال کې د دې ناستې جوړېده« شرموونکي» بللي دي.

د مخکیني نظام د پولیسو یوې افسرې او ناندریزې رسنیزې څېرې ځلا ځاځۍ هم پر خپل ټویټر د تاشکند په غونډې کې د طالبانو پر شتون یو اعتراضیه ټویټ کې لیکلي: «طالبان هیڅ ډول داخلي مشروعیت نه لري، نه پوهیږم چې د خلکو د استازو په توګه یې په کوم اساس هرکلی کیږي؟ نړۍ ولې د طالبانو پر جنایتونو سترګې پټې کړي دي؟»

د تاشکند په کنفرانس کې طالب استازو په لنډ مهال کې ښه حکومتولي، د خپلې اردو جوړول، د تېر نظام د ډېرو مامورینو برحاله ساتل او په ټوله کې د ادارو ساتل خپلې لویې لاسته راوړنې یادې کړي، خو د افغانستان له پاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې طالبان په لنډ وخت کې خپله تګلاره نه بدلوي او دا ډله د یوه عصري حکومت د سمبالولو وړتیا نه لري.

امید دیدار