1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بیلاروس او پولنډ په پوله پنځه افغانان مړه شوي»

۱۴۰۲ دی ۹, شنبه

د بېلاروس یا سپینې روسیې او پولنډ ترمنځ په سرحد کې پنځه تنه هغه افغانان چې غوښتل یې ځانونه په دې قاچاقي لار اروپا ته ورسوي، مړه شوي دي. د دغو کسانو جسدونه اوس د بیلاروس په یوه روغتون کې ساتل کیږي.

https://p.dw.com/p/4aixU
Belarus Grenze I Kaliningrad
انځور: Omar Marques/AA/picture alliance

د بېلاروس یا سپینې روسیې او پولنډ ترمنځ په سرحد کې پنځه تنه هغه افغانان چې غوښتل یې ځانونه په دې قاچاقي لار اروپا ته ورسوي، مړه شوي دي. د دغو کسانو جسدونه اوس د بیلاروس په یوه روغتون کې ساتل کیږي.

 په بېلاروس کې د افغانانو شورا یوه مسؤل سید کریم حیدري دویچه ویله ته وویل، چې د تېرو څو ورځو راهیسې د د دغو افغان مهاجرو مړي د بېلاروس  په یوه روغتون کې ساتل کیږي، خو تر اوسه یې په افغانستان کې کورنۍ نه دي پیدا شوي تر څو یې جسدونه ور ولیږي.

سیدکریم وایي، افغانان روسیې ته په قانوني توګه سفر کوي او وروسته بیا په قاچاقي لارو هڅه کوي، چې د بېلاروس له لارې د پولنډ له سرحد تېر شي او اروپا ته ځانونه ورسوي.

نوموړی وایي، دغو پنځو افغانانو د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او مړي یې د پولنډ سره نږدې موندل شوې دي.

سید کریم دویچه ویله ته په دې تړاو وویل: «دلته ډېر وخت داسې کیږي، چې په سرحد کې افغانان انتظار کوي، چې د پولنډ عسکر نه وي او دوی ځانونه له سرحد تېر کړي، خو ډېر وخت د پولنډ عسکر افغانان نیسي، سخت یې شکنجه کوي او بېرته یې بیلاروس خاورې ته شړي، داسې ښکاري چې دا کسان هم بیرته د بیلاروس خاورې ته شړل شوي او ښايي دوی د سخت یخ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.»

مهاجر د پولنډ سرحد ته نږدې د بیلاروس په ځنګلونو کې سخت حالت تیروي
مهاجر د پولنډ سرحد ته نږدې د بیلاروس په ځنګلونو کې سخت حالت تیرويانځور: Wojtek Radwanski/Getty Images/AFP

په بیلاروس کې د افغانانو شورا دغه مسؤل وایي، چې د بیلاروس حکومت د خپلو روغتونونو په یخ خونو کې له پنځه ویشتو ورځو ډېر جسدونه نه ساتي او په وینا یې که کورنۍ یې پیدا نه شي، نو دوی به یې جسدونه همدلته خاورو ته وسپاري.

نوموړی زیاتوي: «تر اوسه له افغانستانڅخه موږ سره چا تماس نه دی نیولی، چې موږ یې جسدونه ور ولیږو. که کورنۍ یې پیدا نه شي، روغتون له پنځه ویشتو ورځو جسدونه ډېر نه ساتي، بیا موږ د افغانانو شورا مجبور یو، چې په بیلاروس کې له افغانانو پیسې راټولې کړو او د مړه شویو پنځو افغانانو جسدونه همدلته خاورو ته وسپارو.»

په بیلاروس کې د افغانانو شورا د تېر کال له جنورۍ تر مارچ پورې د لسو افغانانو جسدونه، چې د بیلاروس او پولنډ ترمنځ په سرحد او ځنګله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، افغانستان ته لیږلي دي.

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې

سیدکریم حیدري له افغانانو غواړي، چې په قاچاقي توګه دې د بیلاروس په لاره اروپا ته د تګ هڅه نه کوي، ځکه چې په وینا یې له دې لارې څوګ روغ نه دې تیر شوي: «خدای ته وګورئ افغانانو مه راځئ، اتیا په سلو کې افغانان د پولنډ له سرحد سم نه دي اوښتي، ځینې مړه شوي او ډېر شمېر سختې شکنجې ویني، چې آن د ځینې افغانانو لاسونه او پښې یې ور مات کړي.»

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په نیمایي کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته ځوانانو له هېواده تښته پیل کړه او  زرګونو افغانانو په قاچاقي لارواروپا او د نورې نړۍ هېوادونو ته ستړي سفرونه پیل کړل. ویل کیږي، چې لا هم له افغانستان څخه د ځوانانو په ځانګړي توګه د لوستو کسانو تیښته جریان لري او یو لوی لامل یې د طالبانو سخت دریځه فکر لرل او سخته بیکاري بلل کیږي.