1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې له لارې اروپا ته تګ؛ مسکو یو شمېر افغانان ډيپورټ کړي

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

یو شمېر افغانان چې د ایران له لارې روسیې ته په تحصیلي او سیاحتي ویزو تللې وو، له هوایي ډګره ډيپورټ شوې دي. په دې وروستیو کې ډیری افغانان هڅه کوي، چې روسیې ته تر رسیدو وروسته د سپینې روسیې له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/4JOHu
Ausreise aus Belarus
انځور: Artyom Geodakyan/TASS/dpa/picture alliance

تېره ورځ (د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۰مه) د مسکو له دوو هوایي ډګرو شاوخوا ۷۰ افغان ډیپورټ شوې دي، چې پنځلس کسان یې له يوه او پاتې نور یې له یوه بل هوایي ډګره راګرځول شوي دي. دغه راز ویل کیږي، چې تېره شپه کابو ۸۰ افغانانو ته چې د روسیې ویزې  لرې، د تهران په هوایي ډګر کې روسیې ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوي.

له دغو کسانو ډيرو یې تحصیلي او یو شمېرو یې سیاحتي ویزې لرلې.

اړوند مطلب: د بیلاروس هوايي شرکت د افغانانو په ګډون د مهاجرو پر پروازونو بندیز ولګاوه

له مسکو یو ډیپورټ شوي افغان چې اوس په ایران کې دی، دویچه ویله ته وویل، دوی د ۹ ساعتونو لپاره د مسکو په هوایي ډګر کې ساتل شوې وو او د اسنادو او ټیلفونونه تر پلټڼې وروسته یې ډیپورټ کړل.

هغه وویل: « موږ په ایران کې د روسیې ویزې ترلاسه کړې. پرون د ورځې ۹ بجې مونېکا هوایي ډګر ته ورسیدو.  امنیتي کسانو په هوایي ډګر کې له موږ ټيلفونونه، پاسپورټونه او نور اسناد واخیستل. زموږ لاسي تليفونه یې وپلټل او ديليت مواد شيان یې بيرته وموندل. وروسته یې زموږ له ډلې پنځلس کسانو ته په پاسپورټونو کې روسیې ته د سفر د بندیز ټاپې ووهلې چې موده یې پنځه کاله ده، او بيرته یې ايران ته وليږدولو.»

ارشیف انځور: د فراانکفورت په هوایي ډګر کې  افغان کډوال  د اسنادو چک ته انتظار باسي
د فرانکفورت په هوایي ډګر کې افغان کډوال د اسنادو چک ته انتظار باسيانځور: Kai Pfafenbach/REUTERS

دغه افغان وایي، چې تېره ورځ شاوخوا ۲۵۰ افغانانو له ایران څخه روسیې ته الوتنه کړې وه، چې له سختو پلټونو وروسته د مسکو په یوه بل هوایي ډګر کې هم کابو ۶۰ افغانان چې ویزې یې هم لرلې، د روسیې له هوایي ډګر ډيپورټ کړي او بېرته یې ایران ته  لیږلي دي.

اړوند:«ډیری افغان کډوال د دیپورتیدو له ویرې د اعصابو درمل خوري»

په تېرو څو میاشتو کې زرګونه افغانانو د روسیې تحصیلي ویزې ترلاسه کړي، چې روسیې ته له رسیدو ورسته ډیرو  یې اروپا ته د رسیدو هڅه کړې.

وروسته له هغې چې په کابل کې د روسیې سفارت ته څیرمه د چاودنې له امله روسیې په افغانستان کې قونسلي خدماتونه ودرول، دغه هېواد اعلان وکړ، چې اوس افغانان د روسیې ویزې په ایران او پاکستان کې د دوی  له ډیپلوماټیکو نماینده ګیو ترلاسه کولی شي.

د سربیا او بوسنیا تر منځ په سرحدي سیمه کې یو شمېر کډوال
د سربیا او بوسنیا تر منځ په سرحدي سیمه کې یو شمېر کډوالانځور: Jelena Djukic Pejic/DW

اوسمهال سلګونه افغانان ایران ته تللې دي، چې هغوی ډیری یې د روسیې تحصیلي دعوتنامې لري او غواړي د روسیې ویزې ترلاسه کړي.

اړوند: په ۲۰۲۱ کال کې آلمان ته ډیر غیرقانوني کډوال راغلي دي

یو افغان چې له افغانستان څخه ایران ته د روسیې ویزې ترلاسه کولو لپاره تللی او له امنیتي ویرې نه غواړي نوم یې نشر شي، دویچه ویله ته وویل: «زه د پوهنتون دعوتنامه لرم او  څو نورو ملګرو سره غواړم، چې روسیې ته او بیا جرمني ته ولاړ شم. دلته ایران کې مې د روسیې سفارت ته اسناد ورکړي او منتظر یم، چې ویزه راته راکړي.»

ډیری افغانان هڅه کوي، چې د روسیې ویزو په ترلاسه کولو سره د سپینې روسیې له لارې په ناقانونه ډول اروپا ته ځانونه ورسوي. د معلوماتو له مخې  یو شمېر کسان له لسو تر پنځلس زره ډالر قاچاقبرو ته ورکوي، څو د روسیې له لارې یې اروپا ته ورسوي.

آلمان ته په شوق راغلی افغان مهاجر ولې بیرته ځان ډیپورتوي؟