1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان: له نجونو پرته ژمنۍ سپورټي فیسټوال پای ته ورسید

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبه

په بامیان ولایت کې سږنی ژمنی سپورټي فیسټوال د بامیان د بند امیر په ملي پارک او د قرغنه توی په سیمو کې جوړ سوی و. په دغه فیسټوال کې له بامیان، کابل، میدان وردک او پروان ولایتونو څخه له نجونو پرته ۱۶۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/4O6xF
Afghanistan Wintersport in der Provinz Bamiyan
انځور: DW/E. Akrami

له هغه وروسته، چې طالبانو افغانستان نیولی دی، ورسره سم ډېری افغان لوبغاړي له هیواده وتلي او پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته کډوال سوي دي. په بامیان ولایت کې سږنی فیسټوال ځکه له نورو تېرو کلنو سره توپير درلود، چې په دغه فسټیوال نجونو پکې ونډه نه درلوده. 

شپږ کاله کېږي، چې په بامیان ولایت کې ژمنی سپورټي فیسټوال جوړیږي، خو دا ځل په دغه فسټیوال کې نجونو او ښځو ګډون نه درلود. د افغانستان د سکي فدراسیون مشر داؤد کارګر دویچه ویله ته په خبرو کې وویل چې سږ کال په ژمني سپورټي فیسټوال کې د څلورو ولایتونو نارینه لوبغاړو ګډون کړی و. دغه فیسټوال دوې ورځي د بامیان ولایت په بند امیر ملي پارک او قرغنه توی سیمو کې جریان درلود. 

افغانستان/ په بامیان ولایت کي د بایسکل ځغلوني سیالۍ
افغانستان/ په بامیان ولایت کي د بایسکل ځغلوني سیالۍانځور: DW/A. Akramy

اړوند: په بامیان کي د ۷ ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونی سیالي پیل سوې

کارګر زیاتوي: «په هیواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو زیات شمېر لوبغاړو هیواد پرېښود، د نویو لوبغاړو د پېژندنې په موخه مو دغه سیالۍ په بامیان ولایت کې ترسره کړې، دوی به د سیمې په هیوادونو کې د افغانستان په نامه ولوبیږي.»

د سپورټي مسؤلینو په خبره، په یاد فیسټوال کې د کابل، بامیان، میدان وردک او پروان ولایتونو ۱۶۰ نارینه لوبغاړو د سکي، سنوبورډنګ، کرلینک او آیس سکیټ په سیالیو کې ونډه واخیسته. 

اړوند: وطندار پروګرام ـ له باميان څخه د ۱۶ ولايتونو د ځوانانو ليدنه

کارګر زیاتوي چې دغه فیسټوال يې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ملي اولمپيک کمیټې لخوا د سپورټ د پرمختګ، د لوبغاړو د هڅوونې اود ژمنۍ لوبو د ترویج یا عامولو په هدف جوړ کړی و. 
له ۲۰۱۲ مېلادي کال راهیسي په بامیان ولایت کې ژمنۍ سپورټي لوبي په ځانګړي ډول «سکي» عامه سوې ده. د طالبانو له واکمنۍ ترمخه نجونو هم د بابا غرونو په لمنو کې په ژمنیو لوبو بوختې وې. 

افغانستان/ بامیاني لوبغاړي
افغانستان/ بامیاني لوبغاړي انځور: DW/A. Akramy

په بامیان ولایت کې مهدي حسیني چې د سکي لوبو یو تن لوبغاړی دی، وايي چې که څه هم بامیان د ژمنیو لوبو له پاره ډېر وړ دی، خو بیا هم دغه لوبې چندانې نه دي ځلېدلي: «د پيسو نشتوالی، د امکاناتو کمښت او د لوبغاړو له پاره د تمرین لیفټ نه درلودل يې جدي ستونزې دي.»

اړوند: د بامیان لرغوني سمڅې، اوس پر نشه د روږدو کسانو پر هستوګنځي اوښتي

د سپورټي مسؤلینو په خبره، د سږني فیسټوال په لړ کې بامیاني لوبغاړي وتوانیدل چې په سکي او کرلینګ کې لومړی مقام وګټي. د آیس سکیټ او سنوبورډ په لوبو کې بیا د کابل ولایت لوبغاړو لومړی مقام ترلاسه کړی دی. 

فرانکریچ چمونیکس | الپین سکی ویلټمیسټرشافټ
فرانکریچ چمونیکس | الپین سکی ویلټمیسټرشافټانځور: Pier Marco Tacca/AP/picture alliance

هغه وخت، چې طالبانو د ښځو او نجونو پر سپورټ بندیز ولګوی، نو د افغان ټولنې دغه قشر یو مخ له سپورټ څخه بې برخې سو. هغوی وايي چې د تفریح او ساعتیري د نه لرلو له لاسه په اروايي ناروغیو اخته سوي دي. طالبانو په افغانستان کې تر بیا ځلې واکمنیدو وروسته، پر افغان میرمنو د سپورټ په شمول یو لړ بندیزونه وضع کړي دي.