1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برېښنا بندیدو د افغانستان تولیدي فابریکې فلج کړي دي

شعیب تنها شکران | صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ بهمن ۱۴, جمعه

د افغانستان د صنعتي سکتور مسئولین وايي چې په تېره یوه میاشت کې د برېښنا پارچاوۍ په کابل کې د ۹۵ سلنه تولیدي فابریکو فعالیت بند کړی دی او د هېواد نور صنعتي ښارګوټي هم له ورته وضعیت سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4N3KG
هرات کې د درې کارخونو پرانستل
هرات کې د درې کارخونو پرانستلانځور: DW/Sh. Tanha

په افغانستان کې د تولیدي شرکتونو مسئولین وايي چي پر صنعتي ښارګوټو د برېښنا قطع يا محدودولو له امله په تولیداتو کې د پام وړ کمښت راغلی دی او په دې توګه دوی ته زیانونه هم  اوښتي دي.

افغانستان د برېښنا د اړتیا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه پوره کوي، خو په دې وروستیو کې له دغو هيوادونو څخه وارداتي برېښنا یا کمه سوې او یا هم قطع سوې ده.

«د بې روزګارۍ په اوج کې پر ځان بسیا مېرمنې»

په کابل کې د صنعتکارانو د اتحادیې مرستیال سخي پیمان دویچه ویله ته وویل: «له ۲۵ ورځو راهیسې په کابل کې د تولیدي فابریکو برېښنا په بشپړه توګه قطع سوې ده چې له امله یې ۹۵ فیصده تولیدي فابریکو فعالیتونه بند سوي او لويي ستونزي رامنځ ته سوي دي. صنعتکارانو ته مالي زیانونه اوښتي، خو اوس له دوو ورځو راهیسې هره ورځ لس ساعته برېښنا ورکول  کېږي، چې لا هم د تولیدي فابریکو له پاره بسنه نه کوي.»

د افغانستان د درملو کارخونه
د افغانستان د درملو کارخونهانځور: DW/Shoib Tanha

پیمان وایې، چې اوس په کندهار کې د فابریدکو تولید د بریښنا د پرې کېدو له امله بند دی او په هرات کې هم فابریکو ته په نوبت برېښنا ورکول کېږي، چې د یادو فابریکو پر تولید یې منفې اغېزي کړی دی.

په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د یو شمېر فابریکو خاوندان او صنعتکاران وايي چې اوسني وضعیت ته په کتو سره د دوی له پاره له وارداتي توکو سره سیالي ستونزمنه سوې ده.

په کابل کې د اوړو د تولید او پروسس د یوې فابریکې مسئول احمد فواد وايي: «له ۲۵ ورځو راهیسې زموږ فابریکه د برېښنا د نشتوالي له امله تړل سوې وه او موږ اړ سوو چې د فابریکې کارکوونکي رخصت کړو او خپل کار ودروو. په دې شرایطو کې موږ نسو کولای چې له ګاونډیو هیوادونو  سره سیالي وکړو. که د برېښنا د نشتوالي ستونزه هواره نه سي، د صنعتي ښارګوټو لمنه به ټوله سي.»

ننګرهار کې د مرمر ډبرو او ګچو ۲۷ کارخونې تړل شوي دي

دغه راز د افغانستان په جنوب کې د کندهار ولايت د فابريکو يو بل مسئول امان الله هم وايي، چې د برېښنا قطع کېدو په دغه ولايت کې د کورنيو توليداتو کچه تر ډېره کمه کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د پلاستیکي توکو په تولیداتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی، ځکه دغه فابریکې پرله پسې او ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري، خو له بده مرغه د برېښنا د پارچاوۍ او د امارت د چارواکو د نه پاملرنې له امله دغه ستونزه رامنځته سوې ده. او تراوسه حل سوي نه ده.»

خو يو شمېر هټيوال وايي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د توليدي شرکتونو د توکو کيفيت ټيټ سوى دی، چې د دوى پر پلور يې منفي اغېز کړى دى.

سوداګري ښځې د خپل شغل د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

د هرات د شهر نو بازار یو عمده پلورونکی دوکاندار فردوس وايي: «د برېښنا د نه شتون او فابریکو له تړل کېدو وروسته له یوې خوا د فابریکو تولید کم سوی دی او له بلې خوا د دغو فابریکو د تولیداتو کیفیت هم ټیټ سوی دی. زموږ د خرڅلاو د اندازې کچه یې کمه کړي ده او خلکو د ایراني توکي پیرلو ته مخه کړې ده.»

د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې د مسئولينو د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې شاوخوا څلور زره وړې او لويې توليدي فابريکې سته او د تېر کال په اوږدو کې د همدغو ستونزو له امله د دغو فابريکو په توليداتو او خرڅلاو کي ۴۰ سلنه کمښت راغلى دى.