1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

د بریتانيا د کورنيو چارو وزيره له دندې ګوښه شوې

۱۴۰۲ آبان ۲۲, دوشنبه

د بريتانوي رسنيو په حواله د دغه هېواد د کورنيو چارو وزيره له دندې ګوښه کړل شوې ده. د لومړي وزير د دفتر په حواله د بهرنيو چارو وزير جیمز کليورلي به د نوموړې ځای ناستی وي.

https://p.dw.com/p/4Yk4i
د بريتانيا د کورنيو چارو پخوانې وزيره سويلا براورمن
د بريتانيا د کورنيو چارو پخوانې وزيره سويلا براورمن انځور: Toby Melville/Getty Images

پر نورو سربیره «بي بي سي» او «سکای نيوز» شبکې د دوشنبې په ورځ د حکومتي سرچینو په حواله د برتيانيا د کورنیو چارو د وزیرې سويلا براورمن، له دندې د ګوښه کيدو خبرونه ورکړي دي.

د محافطه پال لومړي وزير رشي سوناک، د کابينې دغه سياستواله په دې وروستیو کې تلد لانجو او جنجالونو باعث شوې وه.

نوموړې پر نورو سربیره پولیس تورن کړي ول چې د فلسطيني پلوه مظاهره کوونکو له خوا په قانوني سرغړونو سترګې پټوي.

لکه څرنګه چې تېره اوونۍ د لومړي وزير رشي سوناک يوه وياند تائيد کړل نوموړې «ټايمز» ورځپاڼې له پاره په ليکل شوې يوې مقاله کې دا تورونه د لومړي وزير له دفتر سره له همغږۍ پرته نشر کړي ول. له همدې کبله د حکومت د دې ګام تمه کیدله.

نوموړې پر پوليس له احتجاجي مارشونو سره د دوه مخي چلند تور لګولی وو. اپوزیسيون بيا پر نوموړې دا تور پورې کړی وو چې د تېرې شنبې ورځې د فلسطينيانو په پلوۍ مظاهره کې د ترنګلتيا د رامنځته کید باعث ګرځېدلې ده. هغې تر دې د مخه هم په څو ځلي دا ډول لانجمنې څرګندونې کړي دي.

براورمن ته د ګوند د رهبرۍ له پاره د ښه چانس لرونکې نوماندې په سترګه کتل کيږي، که چېرې لکه څرنګه چې يې تمه کیږي، محافظه پال ګوند په راتلونکې کال کې د پارلمان په نظر کې نيول شوي ټاکنې وبایلي.

د محافطه پال لومړي وزير رشي سوناک، د کابينې دغه سياستواله په دې وروستیو کې تل د لانجو او جنجالونو باعث شوې وه.
د بریتانيا لومړی وزير د کورنيو چارو له پخوانۍ وزيرې سرهانځور: Phil Noble/empics/picture alliance

برحاله محافظه پال ګوند په نظر پوښتنو کې د اپوزيسيون د ليبر ګوند څخه شاته دی.

داسې ګومان هم کیده چې براورمن د پوليسو سره په انتقادونو او نورو ښی اړخه پاپوليستي څرګندونو سره غواړي چې د ګوند د ښی اړخه څانګې نوماندۍ ته ځان برابر کړي او حتی ښايي غوښتل یې چې له دندې ګوښه کړل شي.

جيمز کليورلي د براورمن ځای ناستی ټاکل شوی

د براورمن ګوښه کول به د اټکلونو پر اساس په کابينه کې د ډېرو بدلونو باعث وګرځي.

په لندن کې د لومړي وزير رشي سوناک حکومت د نوموړې ځای ناستی د بهرنیو چارو وزير جیمز کليورلي ټاکلی دی. د سوناک د محافظه پال ګوند په حواله به له دې پريکړې سره حکومتي ډله «پياوړي» شي.

د آلمان خبري آژانس په حواله د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ډيوډ کيميرون د هېواد د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه غوره شوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: