1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

د بریتانیا داخله وزیري استعفا وکړه

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

داسي ګنل کېده چي د بریتانیا لومړۍ وزیره د خپل گوند د ملاتړ د لاسه ورکولو په حال کي ده، خو په دوو اونيو کي د کابینې دوو وزيرانو استعفا کړې.

https://p.dw.com/p/4IRkb
Großbritannien | Suella Braverman
د بریتانیا داخله وزیره سوئلا براورمنانځور: Amanda Rose/Avalon/Photoshot/picture alliance

د بریتاینا داخله وزیري سوئلا براورمن د چهارشنبې په ورځ له خپلي دندي استعفا وکړه. ویل کیږي چي هغې له خپل شخصي ایمیل څخه یو دولتي سند استولی او دغه کار د حکومت له احکامو یوه ډول «فني سرغړونه» شمیرل کیږي.

براورمن په یوه لیک کي چي په تویتر کي استول سوی، د دغه هیواد لومړۍ وزیري ته لیکلي:«ما یوه تیروتنه کړې او د هغې مسئولیت منم. زه استعفا ورکوم.» هغه یې په ادامه لیکي: «هرچاته معلومه ده چي موږ یو بحراني حالت شاته پرېږدو... زه له دې لاري چي حکومت مخ ته نیولې، په اندېښنه کي یم. موږ هغه کلیدي ژمني چي خپلو رایه ورکوونکو ته ورکړي وې عملي نه کړې او زه د هغو اساسي ژمنو د تحقق په هکله د مثال په ډول د مهاجرت د بشپړ کموالي په هکله هم جدي اندېښنې لرم.»

له براورمن وروسته، د ترانسپورت پخوانی وزیر گرانت شپس د نوي داخله وزیر په توگه ټاکل سوی دی.

په یوه اونۍ کي دوهمه استعفا

براورمن د کابینې دوهمه وزیره ده چي د یوې اونۍ په ترڅ کي د لومړۍ وزير ليز ترس کابینه پریږدي او دا کار یوه بله نخښه ده چي د بریتاینا لومړۍ وزيره پر واک باندي د خپل پاته کیدو له پاره مبارزه کوي، یعني واک ته تر رسیدو یوازي شپږ اونۍ وروسته.

د بریتانیا د مالیې نوي وزیر د سختو تصامیمو اعلان وکړ

د جمعې په ورځ د دغه هیواد د مالیې وزیر کواسی کوارتنگ، د مالیاتو د کمولو د وړاندیز له امله استعفا ورکړه. د دغه وړاندیز له امله د پوند ارزښت سقوط وکړ او انفلاسیون داسي یوې کچي ته ورسید چي په تیرو ۴۰ کلونو کي یې ساری نه درلود. د هغه ځای جرمي هانت ونیو.

د چهارشنبې د ورځي په لومړنیو ساعتونو کي، تراس د مالیاتو د کمولو پالیسۍ ته د بیرته تگ له امله د استازو له خوا تر سخت انتقاد لاندي راغله. هغې وویل: «زه له دې امله ډیره متاسفه یم او ښه پوهیږم چي تیروتنه مي کړې ده.» خو هغې زیاته کړه چي نه غواړي استعفا وکړي.

د غذایي موادو ګرانۍ د بریتانیا انفلاسیون سخت لوړ کړی

پس له هغه چي د بریتانیا پخواني لومړي وزير بوریس جانسن په اگست  میاشت کي استعفا ورکړه، براورمن له تراس سره د بریتانیا د محافظه کاره گوند د رهبرۍ پرسره سیالي وکړه او پس له دغي ماتي یې د بریالۍ لومړۍ وزيري تراس ملاتړ وکړ.

براورمن هغه وخت چي پر سر د قدرت وه، ویلي وه: «هیله» یې داده چي د مخکینۍ وزیري، پریتي پاتل تگلاره عملي کړي او هغه مهاجر چي بریتانیا ته راځي، روواندا ته واستوي.

GP/NZ/AG