1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستان د وتلو طريقه مو له متحدينو سره خيانت وو»

۱۴۰۱ خرداد ۳, سه‌شنبه

د بريتانيا پارلمان په يوه رپوټ کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو پر وتلو سختې نيوکې کړي دي. د پارلمان غړو ويلي دي چې د وتلو طريقه مو له متحدينو سره خيانت وو.

https://p.dw.com/p/4BmHl
Großbritannien London | Wiederaufnahme der Parlamentssitzung
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/House of Commons/J. Taylor

د بريتانيا د پارلمان غړيو له خوا د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د می ۲۴) خپاره شوي رپوټ کې ويلي دي: «له افغانستان څخه زموږ د ځواکونو را ايستلو طريقه له سهوو ډکه او زموږ له متحدينو سره خیانت وو چې د کلونو له پاره به د بریتانيا ګټو ته زيان ورسوي.»

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو تر پريکړې وروسته د متحدينو د ځواکونو چې آلمان هم پکې شامل وو، د تخلیې پريکړه وشوه. خو د طالبانو له خوا چټک پرمختګ او د کابل سقوط د لوېديځ ځواکونه هم حيران کړل او د هوا له لارې د تخلیې پر دراماتيکو عملياتو سربیره یې هم په زرونه هغه افغانان تر شا پريښوول چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي.

د بريتانيا په پارلمان کې د بهرنيو چارو کمېسیون د محافظه پال اړخ غړي تام توګندهات په دې اړه وويل: «دا د دې تراژيدۍ په ترڅ کې د جدي همکارۍ، څرګندو پريکړو، رهبرۍ او مسئوليت په برخه کې د بريتانيا ناکامي ښيي.»

نوموړي د «بريتانيا د بهرنيو چارو سياست په برخه کې د سیسټم پر ناکامۍ» سختې نیوکې وکړې او پر خپل ګوندي ملګري او د هغه وخت د بهرنيو چارو پر وزير دومېنک راب یې مستقمې نيوکې وکړې.

په رپوټ کې د پارلمان غړيو زياته کړې چې د لومړي وزير بورس جانس حکومت پر دې سربیره د پارلمان د دې کمېټې پوښتنې «زيات وخت په قصدي توګه يا نه دي ځواب کړي او يا يې معلومات ګمراه کوونکي ول.» 

د پارلمان غړيو ټینګار کړی دی: «پارلمان يوازې هغه وخت حکومت مسئول ګڼلی شي چې تر څو چې پرې باور کولي شي چې پوښتنې یې په سمه توګه ځوابيږي.»

د رپوټ په ترڅ کې د بريتانيا پر حکومت غږ شوی دی چې د افغانستان له واکمنانانو سره دې ژر تر ژره ديپلوماتيکي اړيکي ټينګې شي. د دې د علت په توګه ويل شوي: «د نوي حکومت په بشپړه توګه د منزوي کولو هڅې يوازې افغان ولس زيانمنوي او کيدای شي داسې يوه خلا رامنځته کړي چې د چين له خوا ډکه شي.»

ب. ص / ن. ز (AFP)