1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

څیړنه: په نړیواله کچه جګړې او کړکیچونه ډیر شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د بحرانونو سنجوونکې نړیوالې موسسې په حواله د هیوادونو، قبیلوي پرګنو او سیاسي ډلو ترمنځ د له تاوتریخوالي ډکو شخړو او جګړو شمیر په ۲۰۲۲م کال کې له ۱۲ سلنې سره ۲۱۶ مواردو ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4RIlz
Litauen Pabrade Camp Adrian Rohn Leopard 2
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په المان کې د نړیوالو شخړو په اړه تحقیقاتي مرکز د هایدلبرګ انیستیتوت (HIIK) د جمعې په ورځ د یوې تازه څیړنې پایلې خپرې کړي دي. دې بنسټ ۲۱ جګړې او همدارنګه ۲۱ نورې «محدودې جګړې» لیست او طبقه بندي کړي دي چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله دوه مورده زیات دي.

د سويلي سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰۰ ته رسېدلی

پر اوکراین د روسیې له تعرضي جګړې سره په اروپا کې د پوځي شخړې شدت تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی. د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه بیا څیړونکو د «محدودې جګړې» په توګه طبقه بندي کړې ده.

China Uiguren in der Provinz Xinjiang
په چین کې ایغور مسلمانان ځانونه تر تعقیب لاندې احساسويانځور: AFP/G. Baker

د شخړو سنجونکي موسسې په حواله د تاوتریخوالي دوه عمده لاملونه د منابعو لکه د ځمکې، اوبو او کانونو پر سر شخړې او همدارنګه ایډیالوژیکي او مذهبي اختلافات دي. په دې کې د مثال په ډول په ملي او سیمه ایزه کچه د برلاسیتوب یا خپلواکۍ له پاره مبارزه هم شامله ده.

روسیه:‌ اوکراین ته به د امریکا اوږد واټنه توغندي تر سرې کرښي تيرېدل وي

د دغې څیړنې همکارې لیکوالې تاتیانا والیاوا، د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل: «نږدې هیڅ کله هم د شخړو رامنځته کیدل یوازې یو علت نه لري، بلکې مونږ اکثره وختونه د لاملونو یوه مجموعه څارو یا مشاهده کوو.»

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د بیلګې په توګه هغې د شمالي ایرلنډ شخړې، د یمن جګړې او نایجیریا د نښتو یادونه وکړه چې د مذهبي انګیزې په اساس رامنځته کیږي. همدارنګه د داعش ترهګرې ډلې له خوا د اسلامي افراطیت د نظریې پر بنسټ د تاوتریخوالي ګراف اوس هم لا لوړ پاتې دی.

څیړونکو مخ پر زیاتیدونکي کړکیچونه څارلي دي چې د اقلیمي بدلونونو له کبله زیات شوي دي. ځکه په نیمه صحرایي سیمو کې وچکالي په چټکۍ سره مخ پر زیاتیدو ده چې له کبله يې د بزګرانو اقتصاد په شدید ډول اغیزمن کړی دی.

 د دغې څیړنې شریک لیکوال هاګن بیرننګ وویل: «پایلې یې مهاجرتونه او د مخ په کمیدونکو سرچینو پر سر شخړې وي».

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د اروپا په قطبي سیمو کې سامیان د ژوند تیرولو د اساسي منابعو له پاره مبارزه کوي. همدارنګه د امازون په سیمه کې د چاپيریال او اب و هوا تغیيرات مشاهده شوي دي.

د دغې څیړنې په اساس د افریقا سویلي صحرایي سیمې له ۱۶ جګړو سره په نړیواله کچه اوس مهال د تر ټولو ډیرو جګړو او بحرانونو درلودونکي سیمه ده چې د کامرون، کانګو جمهوریت، ایتوپیا، مالي، سومالیا او سوډان هیوادونه یې اغیزمن شوي دي. یوازې په نایجیریا کې د درو کورنیو جګړو یادونه شوې ده.

Äthiopien | Ein Hirt geht mit einem Kamel spazieren
د افریقا په صحرایي سیمه کې د وچکالۍ له کبله ډیر خلک کډه کیدو ته اړ کیږيانځور: EDUARDO SOTERAS/AFP/Getty Images

په آسیا کې بیا، څیړونکو په میانمار کې له روانو شخړو څخه د جګړې په توګه یادونه کړې او په چین کې یې د کرونا د حکومتي محدودیتونو پر ضد مظاهرې په دغه هیواد کې د بحران په توګه طبقه بندې کړي دي.

په لاتینه امریکا کې؛ په مکسیکو کې د مخدره موادو له بانډونو سره شخړه او په کولمبیا کې له نیمه پوځي یا ملیشه ډلو سره جګړه بیا د دې څیړنې په اساس د محدودو جګړو په توګه طبقه بندي شوي دي.

کونفلیکټ بارومیټر یا په نړیواله کچه د شخړو سنجونکې موسسه د هایډلبیرګ د سیاسي علومو د کارپوهانو یو نوښت دی چې له ۱۹۹۱م کال راهیسې په نړۍ کې د بحرانونو او جګړو په اړه د ارزونې رپوټ وړاندې کوي. د معلوماتو په اساس په نړیواله کچه شاوخوا ۲۰۰ کارپوهان په دې رپوټ باندې کار کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص