1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين کډوالو د بدنامه کولو له پاره غلط پروپاگند

۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د دې موضوع په اړوند رسنيو او ټولنيزو شبکو په کانالونو کي ډېر وخت اوکرايني مهاجر په دې نامه ياديږي چي هغوی ناشکره، خطرناک او مزاحم دي. دغه ډول تاکتيک همداسي دوام لري او څرنگه بايد هغه تشخيص سي.

https://p.dw.com/p/4NaMm
Polen | Ukrainische Flüchtlinge
پولنډ: اوکراییني مهاجرانځور: Artur Widak/NurPhoto/picture alliance

د ملگرو ملتونو په حواله، پر اوکراين باندي د روسيې د يرغل راهيسي څه د پاسه ۸ ميليونه انسانان د مهاجرو په توگه منل او ثبت سوي دي. په ډيرو سيمو کي له هغوی سره پيوستون او ملاتړ ښودل سوی دی. خو د ستراتيژيک ډيالوگ له انستيتوت  (ISD) څخه، يوليا سميرنووا په خبره، د هغوی په هکله ناسم او له نفرته ډک پروپاگڼد کيږي: «داسي ناسم خبرونه چي گواکي هغوی بريدونه او جنايتونه کوي.»

د يوې ارزوني له مخي چي په خاص ډول يې پر تيليگرام باندي د مهاجرو په هکله روسي ژبي بحثونه پلټلي، دغه ډول تورونه د هدف وړ ډلو په هکله يو له بل سره توپير لري. روسي نندارچيانو ته تر ټولو زيات دا ويل کيږي چي له اوکراين څخه خلک د په اصطلاح نازيانو څخه تښتي چي په فکر يې پر دغه هيواد حکومت کوي. سميرنووا څرگندوي چي په پاته نوره اروپا کي بيا خلکو ته ويل کيږي چي دغه مهاجر ناشکره، جنايتکار او خطرناک دي.

اړونده مطالب:

د اوکراین پر مسئلې اروپا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

د اروپا د ديجيتال ميديا د څارني ټولني (EDMO) د حقيقت پلټونکو او رسنيو کارپوهانو يوه اروپايي ټولنه چي د دويچه ويلي چک ټيم هم ورسره تړاو لري، په دې هکله ډير مثالونه راټول کړي دي.

له دغه ډول مثالونو څخه سړی کولاي سي د هغو خاصو کيسو د ښودلو له پاره چي خپريږي او ظاهراً مستند سوي او همدارنگه د هغوی د حقيقت د معلومولو له پاره گټه واخيستل سي.

په کيف کي له نازي رژيم څخه تېښته؟

ادعا: اوکراينيان له نازيانو په تيښته کي دي.

پر اوکراين باندي تر يرغل مخکي لا روسي پروپاگڼدي رسنيو په وار وار دا اټکل کاوه چي اوکراين د ناسيونال سوسياليزم له خوا اداره کيږي چي غواړي له اوکراين څخه ټوله روسان وباسي. د دې له پاره يو واضح دليل دا دی چي په تيره بيا روسي ژبي اوکراينيان روسيې ته تښتي، د UNHCR په حواله د جگړې له پيل راهيسي شاوخوا درې ميليونه اوکراينيان دغه هيواد د روسيې په هدف پري ايښنی دی.

Ukraine Ankunftszentrum Tegel
د برلین په ټیگل کی اوکرایینی مهاجرانځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

د دويچه ويلي د حقيقت ارزونه: اشتباه

هغه نقل قول چي له NYT له خوا په يوه مقاله کي دوه واره کارول سوی، په سمه توگه بيا کارول سوی دی. خو په هغه کي هيڅ يو هم له نازيانو څخه  تيښته خپل د مهاجرت د دليل په توگه نه يادوي. له دواړو څخه په يوه کي يې راغلي، هغه اوکراينيان چي د روسانو تر اشغال لاندي يې ژوند کاوه، له بيري روسيې ته تښتيدلي تر څو شک ورباندي رانه سي چي له روسانو سره همکاري کوي. په هغه بل آرتيکل کي راغلي چي د روسيې د پوځ تر رسيدو  مخکي لا د دونباس د نفوسو ۸۰ سلنه د روسيې له بيري د اوکراين لويديځ او يا هم د اروپا نورو هيوادونو ته تښتيدلي ول. همدارنگه روسي پوځ د اوکراين بې شميره ملکيان په جگړو او يا هم پرته له محکمو د اعدامونو له لاري وژلي دي.

«د ناټو پر وړاندي د روسيې د جعلي خبرونو کمپاین»

طبعاً دا اټکل کيدای سي چي په حقيقت کي داسي اوکراينيان سته چي پر روسي پروپاگنډ باندي باور لري او غواړي له نازي رژيم څخه ځان په امان کړي. خو دا خبره پر ډيرو اوکراينيانو صدق نه کوي. همدارنگه پر هغو تقريباً درو ميليونو باندي هم چي په روسيه کي اوسيږي. دا ځکه دا خبره چي پر اوکراين باندي به نازيان حکومت وکړي، له ځانه جوړه سوې ده. دا خبره مو د پوتين د جگړې د دلايلو په هکله د حقيقت موندني په يوه چک کي ثابته کړې ده.

Drei angebliche Beweise für Nazis in der Ukraine, die das DW-Faktencheck-Team widerlegt hat
په اوکراین کی د نازیانو په هکله درې ثبوتونه چی د آلمان د حقیقت موندني د ټیم له خوا رد سول

علاوه پردې د بشري حقونو سازمانونو لکه هيومن رايتس واچ او امنيستي انترنشنل رپوټ ورکړی چي ډير اوکرايني مهاجر، د امريکا د حکومت په حواله په سلونو زره، په غيرارادي ډول روسيې ته تللي دي. د دغه رپوټ له مخي روسي او يا هم روسي پلوه عسکرو په بسونو کي ملکيان پرته له دې چي د هغوي په هکله مخکيني معلومات ولري او يا هم په زور سره د روسانو له خوا اشغال سوو سيمو څخه روسيې ته بيولي دي. سربيره پر دې نامعلوم شمير کسانو لويديځ ته د تگ له پاره له روسيې څخه د يوه ترانزيت هيواد په توگه هم کار اخيستی دی.

آيا اوکرايني مهاجر ناشکره دي او غير متمدن چلن کوي؟

د جعلي خبرونو يو بل تخنيک چي په نوو شرايطو کي ايښودل سوی مستند عکسونه کاروي. دا چي هغه څنگه امکان لري په کراکوف کي د اطفايي د ماموريت يوه ويډيو يې ښيي.

ادعا: يو اوکرايني فاميل په زورزياتي سره د پوليسو له خوا له يوه آپارتمانه ايستل کيږي چي کرايه يې نه ده ورکړې.

 د دويچه ويلي د حقيقت ارزونه: اشتباه

يوه ويديو چي د ۲۰۲۲م کال د دسمبر په پيل کي پر يوه روسي پولندي او آلماني اکونت باندي خپره سوې، ښيي چي څرنګه د يوه اوکرايني مهاجر فاميل په زور سره د پوليسو له خوا چي اطفائيه هم ورسره مرسته کوي، په کراکوف کي له يوه په غير قانوني ډول اشغال سوي او زوړ آپارتمان څخه ايستل کيږي، دا ځکه چي کرايه يې نه ده ورکړې. په دغه ويديو کي ليدل کيږي چي د اطفائيې دوه کارکوونکي هڅه کوي د نندارچياننو په مخکي د دغه بلاک دوهم منزل ته د ځانگړو زينو په مرسته ورننوزي. په دغه ويديو کي په پولنډي او هسپانوي ژبو ږغونه اوريدل کيږي.

امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ

د Stop Fake په نامه د کيف د ژورناليستانو د پلت فورم يوه پلټنه ښيي چي  په دې اړه بشپړه ويډيو د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په پيل کي يعني پر اوکراين باندي د روسيې تر يرغل ۴ مياشتي مخکي لا په يوتيوب کي ښودل سوې وه. په دې ډول دغه پيښه له جگړو څخه راتښتيدلو اوکرايني مهاجرو سره تړاو نه لري.

آيا اوکرايني مهاجر په خاص ډول جنايتکار او بې رحمه دي؟

د دې له پاره چي هغوی لاپسي بدنامه کړي، داسي له ځانه جوړي سوي آوازې خپروي چي په هغو کي پر اوکراينيانو تور لگول کيږي چي د خپلو هيوادوالو په وړاندي جنايت ترسره کوي. کانيټا وايي: « ښايي د يوه اوکرايني له اصلي عکس څخه استفاده وسي چي په روم، برلين او يا هم پاريس کي  يو بل کس وهي. خو دا ځل پکښي له جنگه تښتيدلي يو اوکرايني مهاجر ښيي.»

په تيره بيا دغه ډول تبليغات هغه وخت معتبر وي چي د ريښتينو کسانو د رپوټونو له لاري په بې پروايي سره د غوصې او يا هم واقعي بيري په دليل خپاره سي.

ادعا: اوکراينيان له مهاجرو سره په خټه روسي مرستندويان تر مرګه پوري وهي

د ټيک ټاک په يوه ويديو کي يوه ښځه په روسي ژبه رپوټ ورکوي چي له مهاجرو سره يو ۱۶ کلن روسي ژبي مرسته کوونکي، کولن ته نيژدې په اويزکيرشن کي د اوکرايني مهاجرو له خوا سخت ډبول کيږي چي وروسته خپل د زخمونو له امله ساه ورکوي.

د دويچه ويلي د حقيقت ارزونه: غلطه ده

همدارنګه مو دغه کيسه هم د حقيقت موندني په يوه پخواني چک کي ارزولې او تحليل کړې ده. هغه له ځانه جوړه سوې وه. دغي ښځي هغه له خپل يوه دوسته اوريدلې وه او په احساساتو يې په ټيک ټاک کي خپره کړې وه. اړونده پوليسو دا خبره رد کړه چي داسي يوه پيښه دي رامنځته سوې وي او شاوخوا روغتونونو هم دغه ډول پيښه تائيد نه کړه. څو موده وروسته دغي ښځي د يوې بلي ويډيو له لاري بخښنه وغوښته او وې ويل چي ظاهراً هغې ته غلط معلومات ورکول سوي ول. 

GP/NZ/DW.Online