1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين حکومت د څو سيمو د بيرته نيولو خبر ورکړی

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

د اوکراين ولسمشر یو ځل بيا د روسیې له خوا د الحاق شوې سيمې کريميا د بیرته نيولو پر خپل هدف ټینګار کړی دی. همدا راز یې د اوکراين په جنوب او ختيځ کې د څو سيمو د بيرته نيولو خبر هم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4GQfz
آرشيف انځور: په خيرسون سيمه کې يو اوکراينی عسکر
آرشيف انځور: په خيرسون سيمه کې يو اوکراينی عسکرانځور: GENYA SAVILOV/AFP/Getty Images

د اوکراين امنيتي ځواکونو ښايي د خیرسون وويسوکوبيليا سيمه د روسیې له اشغال څخه آزاده کړې وي. د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د دفتر مرستيال مشر کاېريلو تيموشينکو، په دې اړه د تیلګرام له لارې يو خبر نشر کړی او د اوکراين د پورته کړل شوي بيرغ انځور یې خپور کړی دی. خو حتی په جون مياشت کې هم د خيرسون د دې شمالي سيمې د بیرته نيول کيدو خبرونه خپاره شوي ول.

آیا په خيرسون کي د روسیې مقاومت مات سوی؟

ولسمشرزيلنسکي د يوې پوځي ناستې په ترڅ کې وويل چې د اوکراين بیرغونه مخ پر زياتيدونکي توګه بيرته هغو سيمو ته راستنيږي چې اړه پورې لري. نوموړي د خپل ورځني ويديويي پېغام په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو څخه د اوکراین په جنوب کې د دوو او په ختیځ کې د دريمې او همدا شان په ختیځ کې د نورو سيمو د بيرته نيولو له کبله مننه وکړه. نوموړي د سيمو د موقعيت او د بيرته نيول کیدو د نيټې په اړه دقيق معلومات ور نه کړل. 

زيلنسکي د کريميا د بيرته نيولو پر هدف ټینګار وکړ

زیلنسکي په خپل دغه ويډيويي پېغام کې د روسیې له خوا د الحاق شوې سيمې کريميا چې د تورې بحيرې يو نيمه ټاپو دی، د بيرته نيولو پر هدف ټینګار وکړ. هغه وويل: «زه پر دې باور لرم چې کريميا ته به د اوکراين بيرغ او آزاد ژوند بيرته راګرځي. موږ به خپله ټوله خاوره او خلک آزادوو.»

نوموړي وويل چې د کريميا د آزادولو له پاره به  اوکرايني عسکر، پوځي ارزونې او ځانګړي خدمتونه لا دمخه ټول اړين ګامونه پورته کړي.

د سلو په شا او خوا کې آلماني عسکر ليتوانيا ته رسېدلي

د ناټو د ختيځې څنډې د پياوړي کولو په موخه لتوانيا ته د آلمان د پوځ ۴۱ ښځينه او نارينه عسکر رسېدلي دي. د آلمان د پوځ د معلوماتو په حواله به دغه عسکر هلته يوه پرمختللی قومانده رامنځته کړي څو هلته د لتوانيا د امنيتي ځواک سره په شريکه روزنه او تمرينونه ترسره کړي.

زياته شوې چې په دې ترتيب به د آلمان پوځ د ناټو په ختیځه څنډه کې د مشترکې دفاع په تاکتيکې طراحۍ کې ونډه ولري. ويل شوي چې د آلمان پوځ به داسې شرائط رامنځته کوي چې د تهديد د زياتېدو په صورت کې په آلمان کې د دغه قطعې پاته عسکر ژر تر ژره لتوانيا ته وليږدلای شي.

د غله جاتو تر ټولو ستر کاروان روان شوی

په غله جاتو بار ديارلس بيړيو د اوکراين له بندر څخه حرکت کړی دی. د اوکراين د حکومت له خوا ويل شوي چې د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړيتوب د رامنځته شوي تړون تر عملي کيدو وروسته دا په يوه ورځ کې د غلجاتو تر ټولو ستر کاروان دی. په دې ديارلس بار وړونکې بيړيو کې ۲۸۲،۵۰۰ ټنه رزاعتي محصولات بار دي چې اتو هېوادونه ته باید انتقال شي. 

د معلوماتو په حواله په جولای مياشت کې د دغه تړون تر رامنځته کیدو وروسته تر اوسه په ۸۶ کښتيو کې دوه ميليونه ټنه زراعتي محصولات د ۱۹ هېوادونو پر لور استول شوي دي. اوکراين په نړۍ کې د غله جاتو يو تر ټولو مهم صادرونکی هېواد دی.

 له اوکراین څخه په غلجاتو بار دوه نورې کښتۍ هم د ترکېې پر لور روانې شوې

په عین وخت کې د اوکراين لومړی وزير دينس شمهايل به نن، دوشنبه بروکسل ته سفر وکړي. نوموړی به هلته د اروپايي ټولنې په خبرو اترو کې ګډون کوي. د اروپايي اتحاديې او ترکیې ترمنځ د انقرې د تړون په نوم د دې اقتصادي ټولنې مشري د شمهايل او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئول جوزیف بوريل کوي. مهمې موضوعګانې به د همکارۍ ژورول او د روسیې د جګړې په ترڅ کې له کيف څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ وي. 

ب. ص/ خ. ح (AFP, AP, dpa, epd, KNA, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: