1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

آیا په خيرسون کي د روسیې مقاومت مات سوی؟

۱۴۰۱ شهریور ۸, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي په هرصورت د روسیې په وړاندي د جګړې ګټلو بشپړه اراده څرګندوي. هغه خپل اولس ته د اشغال سوو سیمو د بیرته نیولو وعده ورکوي.

https://p.dw.com/p/4GE56
Ukraine-Krieg | Kämpfe in der Region Cherson
انځور: GENYA SAVILOV/AFP/Getty Images

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له خپل اولس سره، د روسانو له خوا د ټولو نیول سوو سیمو د بیرته ترلاسه کولو ژمنه وکړه. خو هغه د دوشنبې په ماښام خپله ویډیويي وینا کي یوازي د دغه هیواد په جنوب کي د اوکراین له خوا نوو متقابلو عملیاتو ته اشاره وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ: «هرهغه څوک چي مسوولانه چلند کوي، په جګړه کي به د خپلو پلانونو په هکله څه ونه وايي. خو اشغالګر باید په دې پوه وي چي موږ به هغوی له سرحده وشړو. زموږ له سرحدونو څخه، په دې کار کي هیڅ بدلون نه دی راغلی.»

زیلنسکي څرګنده کړه: «که روسي عسکر غواړي ژوندي پاته سي نو د دې وخت رارسېدلی چي بیرته خپلو کورونو ته ستانه سي. هر هغه څوک چي روسیې ته د بیرته تګ څخه بیره لري، باید تسلیم سي.» هغه وعده ورکړه چي موږ به د ژنیو د کنوانسیون ټول مقررات مراعات کړو.

د هیواد په جنوبي جبهو کي ناڅرگند حالت

په کیف کي د حکومت په حواله اوکرایني ځواکونو په خيرسون کي د متقابل عملیاتو په ترڅ کي د روسیې دفاعي کرښي په ډېرو ځایونو کي له منځه وړي دي. د زیلنسکي مهم مشاور رپوټ ورکړی چي علاوه پردې پر هغو بیړیو هم بریدونه سوي چي په مرسته به یې روسي ځواکونو ته د دنیپر د رود له لاري اکمالات استول کیدل.

Ukraine-Krieg | Kämpfe in der Region Cherson
په خرسون کي ویجاړسوي کورونهانځور: STRINGER/AFP/Getty Images

د بریتانیا دفاع وزارت په یوې امنیتي وینا کي اعلان کړی چي د «اوکراین د پرمختګ وسعت» د تائید وړ نه دی، خو اوکرایني پوځ د اوکراین په ټول جنوب کي خپل توپخانه يي بریدونه قوي کړي ترڅو د دقیقو او لیري واټن بریدونو له لاري د روسیې د اکمالاتو لار ګډوډه کړي.

د روسیې د دفاع وزارت د اوکراین له پاره د پوځي ماتي خبره کړې. د هغوی په حواله د میکولاف او خيرسون په سیمو کي دښمن ته سخت زیانونه اوښتي دي. د دښمن عملیات په بې رحمانه ډول ناکامه کړل سوي دي. خو دغه خبري په خپلواکه ډول نه دي تائید سوي.

پر سرغړوونکو باندي مرګونی برید

د خيرسون په سیمه کي د اوکراين پارلمان یو وکیل چي روسي ځواکونو ته د خدمت له پاره وراوښتی وو، وویشتل سو. لکه څنګه چي پلټونکو خبر ورکړی، الکسي کوالیوف د یکشنبې په ورځ لا په خپل کور کي وویشتل سو. همدارنګه یې د ژوند ملګرې هم په دغه برید کي قرباني سوې ده.

د کرهڼي سوداګر کوالیوف په ۲۰۱۹م کال کي د خلکو د خدمتګار ګوند له خوا په کیف کې د ستري رادا له پاره انتخاب سو. خو په اپریل میاشت کي له خپل ټاټوبي څخه تر بیرته ستنیدو وروسته، له مسکو سره د ګډ کار په تور له ګوند او پارلماني ډلي څخه اخراج سو.

هغه د اشغال سوي سیمي خيرسون د کرهڼي د وزیر په توګه کار کړی دی. د جون مياشتي په پای کي نوموړی له یوه بمي برید څخه روغ رمټ وتلی وو.

Schleswig-Holstein | Olaf Scholz besucht Ausbildung ukrainischer Soldaten
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د اوکرایني سرتیرو د روزني له ځای څخه د لیدني پر مهالانځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

اروپايي ټولنه د اوکراین پوځیانو روزني ته تیاری نیسي

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسوول یوزیف بوریل، د اوکراین له پاره د دغي ټولني له خوا د پوځي روزني د یوه پروګرام له پاره د شنه څراغ تمه لري. بوریل په پراګ کي د اروپايي ټولني د دفاع وزیرانو سره تر لیدني کتني مخکي وویل: »زه فکر کوم چي موږ به نن په اساسي ډول یوې سیاسي موافقې ته سره ورسیږو.» خو هغه په دې هکله نور جزیات ور نه کړل. د اروپايي ټولني ډېر هیوادونه د اوکراین سرتیرو ته د هغو وسلو روزنه ورکوي چي لویدیځ هیوادونه یې نوموړي هیواد ته استوي.

همدارنګه ډېر هیوادونه په دې هکله د نورو خبرو اترو اړتیا هم ویني: د اتریش د دفاع وزیري کلودیا تانر پوښتنه کوي چي آیا د اروپايي ټولني په خاوره کي دغه ډول روزنه کيدای سي؟ د هغې په خبره: «زموږ په نظر ډېري پوښتني لا بې جوابه پاته دي. د مثال په ډول د قانوني اساساتو، د دغه ماموریت د وسعت او همدارنګه د هغه د محتوا په هکله.»

د آلمان د دفاع پارلماني وزیري زیمتي میولر په پراګ کي د دغي غیر رسمي غونډي په درشل کي وویل: «دا واضح خبره ده چي د لا ډېرو اقداماتو د همږغۍ، روزني او همدارنګه په بشپړ ډول ملاتړ په برخه کي اړتیا موجوده ده.»

Ukraine | Massengräber in Butscha
په اوکراین کي د قربانیانو ډله اییز قبرونهانځور: Sergei SUPINSKY/AFP

د ملګرو ملتو د بشري حقونو ادارې منځمهاله بیلانس

د اوکراین د جګړې له پیل راهیسي د ملګرو ملتونو په حواله په دغه هیواد کي ۵۶۶۳ ملکي کسان وژل سوي چي په هغو کي ۳۶۵ کوچنیان شامل دي. لکه څنګه چي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په ژنیو کي اعلان کړه، څه د پاسه ۸۰۰۰ نور انسانان ټپیان سوي هم دي. خو دا لامعلومه نه ده چي د قربانیانو شمیر به تر دې هم لوړ وي او که څنګه، په تیره بیا د دونیڅک، خارکیف او لوهانسک په سیمو کي.

د بشري حقونو نوموړې اداره وايي چي له جګړه ځپلو سیمو څخه معلومات په ځنډ سره ترلاسه کیږي، ډېر رپوټونه باید له سره وارزول سي.

GP/NZ/DW Online