1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کرېکټ لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کو

۱۴۰۲ آبان ۱, دوشنبه

دا د سږ ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د افغانستان پنځمه لوبه ده.

https://p.dw.com/p/4XtCP
Emirates Asia Cup Cricket
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance


افغانستان په دې جام کې تراوسه یوازې یوه لوبه او پاکستان له څلورو دوې لوبې ګټلي دي.

دا د روان نړیوال جام په لړ کې یوه تر ټولو مهمه لوبه بلل کېږي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت د ورځې پر یوه بجه پیلېږي.

له دې وړاندې افغانستان له انګلستانه لوبه ګټلې او بنګله دېش، هند او نیوزیلنډ ته یې بایللي دي.

د افغانستان کرېکټ ټیم کوچ یا مشر روزونکي جانتن تراټ پرون یوه خبري کانفرانس ته ویلي وه چې دوی ته هر لوبه مهمه ده او پوره هڅه به کوي چې ننۍ لوبه وګټي.

دا دواړه لوبډلې له دې وړاندې په وروستي ځل د ۲۰۱۹م کال د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د انګلستان په لیډز کې سره مخامخ شوي وو.

د افغانستان بله لوبه به د اکټوبر پر ۳۰مه له سریلانکا سره وي.