1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان او پاکستان تمریناتي لوبه بې نتیجې ختمه شوه

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام د تمریناتي لوبو په لړ کې نن چهارشنبه د افغانستان او پاکستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ لوبه د باران له کبله بې نتیجې ختمه شوه.

https://p.dw.com/p/4INWz
Vereinigte Arabische Emirate T20 World Cup Cricket Afghanistan vs Schottland
انځور: Aijaz Rahi/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

پاکستان د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغانستان په ټاکل شوو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۳ منډې وکړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. لوبډلمشر محمد نبي، نیمه سیلزه پوره کړه او تر آخره ناسوځېدلی پاتې شو. ابراهیم ځدراڼ ۳۵ منډې او عثمان غني له نبي سره ښه ملګرتیا وکړه او ۳۲ منډې یې وکړې.
د لوبې په پیل کې افغان توپ وهونکی رحمان الله ګربز د پاکستاني توپ اچونکي شاهین شاه افریدي پر توپ اوټ او پښه یې ټپي شوه. لوبه څو ځلې د باران له امله وځنډیده.
پاکستان د خپل بېټېنګ پرمهال د درېیم اور په دوو بالونو د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۱۹ منډې وکړې، چې وروسته د باران له امله لوبه وځنډیده او بیا وروسته بې له کومې پایلې، پای ته ورسیده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه د انګلستان پر وړاندې د راتلونکي شنبې په ورځ د وکړي.