1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانانو د منل کیدو پروګرام ناکافي دی»

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د کډوالو د ملاتړ الماني سازمان (پرو ازول) مشر د المان حکومت له خوا په هره میاشت کې د شاوخوا ۱۰۰۰ افغانانو د منلو پر اعلان شوي پروګرام انتقاد کړی او هغه یې ناکافي بللی دی.

https://p.dw.com/p/4IKWE
Konflikt in Afghanistan - Ortskräfte in Brandenburg agekommen
انځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د کډوالو د ملاتړ الماني سازمان (پرو ارزول) مشر ګونتر بورخاردت، د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۸ نېټه)، د المان تحریریه شبکې ته وویل: «دا د هغو کسانو د شمیر په مقایسه یو ډیر کوچنی ویروونکی رقم دی چې د دیموکراسۍ او بشري حقونو له پاره د مبارزې په خاطر د تعقیب تر فشار لاندې دي.»

د هغه په وینا د اوکراین د پناه غوښتونکو له پاره بل ډول معیارونه موجود دي. بورخاردت، زیاته کړه چې د دې ترڅنګ بیا دغه پروسه په غیر ضروري ډول پيچلې کړای شوې هم ده.

اړوند: د آلمان د کورنیو او بهرنيو چارو وزارتونو د افغانانو پر منلو توافق کړی

تر اوسه پورې د المان د مدني ټولنو د استازو له لورې له افغانستان څخه دغه هیواد ته د راوستلو په خاطر افراد او اشخاص وړاندیز کیدل، اوس پرې نور معیارونه هم ور اضافه کیږي. دا د «یوې بدلیدونکي بیروکراسۍ» معنی ورکوي چې «له اخلاقي نظره د متفاوت حفاظتي لاترۍ» پر لور سړی بیایي.

د المان د حکومت د نوي نوښت یا پروګرام هدف د هغو افغانانو له پاره دی چې د ښځو او بشري حقونو له پاره یي مبارزه کړې ده او یا هم د قضایه قوې، محاکمو، سیاست، رسنیو، تعلیم، کلتور، سپورت او یا هم په عملي برخو کې د کار کولو له امله په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي.

اړوند: المان او پاکستان: لا هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو هڅې روانې دي

همدارنګه هغه کسان کولی شي چې د خپل جنسیت، جنسي تمایلاتو او یا جنسي هویت، مذهب او یا ځانګړي وضعیت له کبله د زورول کیدو له ګواښ سره مخامخ وي، د المان له خوا د منل کیدو چانس ترلاسه کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز