1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیربوک او فایزر د افغانانو د منلو پر پروګرام توافق کړی

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک د دغه هیواد د کورنیو چارو له وزیرې نانسي فایزر سره په افغانستان کې له ځانګړي خطر سره د مخامخو کسانو د منلو پر پروګرام موافقې ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4IHWu
Deutschland Kombubild Annalena Baerbock und Nancy Faeser

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د دوشنبې (د اکتوبر میاشتې ۱۷ نیټه) په ورځ په برلین کې وویل چې د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل شي.

په دې توګه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو راهيسې،  د المان حکومت په دغه هېواد کې د خلکو ملاتړ جاري ساتلی دی.

د پناه غوښتونکو د منلو نوی پروګرام په هغو کسانو تمرکز کوي چې «د ښځو او بشري حقونو ته د خپلې ژمنتیا او یا هم د عدالت، سیاست، رسنیو، زده کړې، کلتور، سپورت یا پوهې په برخو کې د کار له کبله یي ځان په خطر کې اچولی وي او شخصاً دی پخپله له خطر سره مخامخ وي.»

اړوند: آلمان ته د پناه غوښتونکو راتګ ډیر شوی، خو له کومو مسیرونو؟

همدارنګه دا پروګرام د هغو کسانو په برخه کې هم صدق کوي چې د «جنسیت، جنسي تمایل یا جنسیتي هویت او مذهب له کبله په ځانګړو شرایطو کې په انفرادي توګه زورول شوی او یا یي هم تاوتریخوالی او تعقیب تجربه کړی وي.»

بیربوک وویل: «ډیر خلک په افغانستان کې هره ورځ د تعقیب او تاوتریخوالي سره د مخامخ کیدو په ویره کې ژوند کوي. هغه کسان چې له مونږ سره یوځای يي د افغانستان له پاره پر یوه بهتره راتلونکي باور درلود او د دې هدف له پاره یي کار کړي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه: «تر ټولو په لومړي قدم کې د تیر دوبي راهیسې طالبانو له ښځو او نجونو څخه د دوی راتلونکی او آرزوګانې اخیستی دي او په پرله پسې ډول یې حقونه محدودوي او د هر هغه چا پر ضد وحشیانه اقدام کوي چې د دوی پر وړاندې مقاومت کوي.» له همدې امله د بشردوستانه منل کیدو دا نوی پروګرام په ځانګړي توګه پر دا ډول کسانو تمرکز کوي.

اړوند: «په جرمني کي د مهاجرو سیاست باید له سره ارزيابي سي»

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر بیا ټینګار وکړ چې «مونږ اقدام کوو او خپل بشري مسئولیت ترسره کوو.»

هغې زیاته کړه: «د منل کیدو د ټاکل شوو معیارونو په اساس کولی شو په ځانګړي توګه په افغانستان کې له خطر سره مخامخو او اغیزمنیدونکو کسانو ته خوندیتوب وړاندې کړو.»

د کورنیو چارو وزیرې دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې د منل کیدو پروګرام له پاره په پام کې نیول شوې اندازه، د هغو شمیرو په اساس ده چې تر مخه موجود ول. په همدې اساس د دې کار له پاره به اوس یو «منظم کاري چوکاټ» رامنځته کړای شي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص