1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د معاملې پرځای له افراطي اسلام پالنې سره مبارزه وکړی»

۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبه

په آلمان کي د مهاجرت په هکله د حکومت، اپوزیسیون او ایالتونو ترمنځ غونډې په مناسبت، د بشري حقونو فعالانو «له نورو ناسنجول سوو او پاروونکو پریکړو» څخه خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/4kFK0
Syrien Terroristen des Islamischen Staates kämpfen in Syrien
انځور: ZUMAPRESS.com/picture alliance

له گواښ سره مخامخ اولس له پاره د منځني ختیځ مشاور، کمال زیدو په گوټینگن کي وویل: «ائتلافي گوندونه او همدارنگه حکومت د مهاجرو  د اخراج په هکله اوسني بحث څخه د یوه انحرافي تاکتیک په توگه استفاده کوي.»

زیدو غوښتنه وکړه چي د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ باید دا واضح کړي چی له طالبانو سره د څه ډول امتیازاتو د ورکولو ژمنه سوې ده چي د اخراج   سوو مجرمو افغانانو  منلو ته یې زمینه برابره کړه.

هغه دا کار د لسیزو له پاره  «غیر مسؤلانه» وباله چي افراطي اسلامپاله یې د خبرو اترو ملگري بللي او اوس د انتخاباتي دلایلو له امله د افراطي اسلامپالو د قربانیانو پر اوږو سیاست کوي.

په دغو قربانیانو کي مذهبي او اتنیکي اقلیتونه لکه عیسویان، مندیان، بهایی،هزاره، علویان، یهودان، دروزان،  قبطیان او همدارنگه مسلمانان او په خاصه توگه ښځي شاملیږي. هغوی باید د آلمان له خوا حمایه سوي او ملاتړ یې سوی وای.

د هغه پرځای د کردانو او سوریایانو په څیر داسي مسلمانان د جرمني او د اروپايي ټولني د نورو هیوادونو له خوا یوازي پریښودل کیږي چی نه یوازي له داعش، بلکي هره ورځ د افراطي اسلامپالنې له هر ډول سره مخالفت او مبارزه کوي.

 زیدو وویل: «ائتلافي حکومت او همدارنگه سوسیال مسیحي او مسیحي ډیموکراټ گوندونه باید له اسلامي هیوادونو سره په یوه خوله سي ترڅو د افراطي اسلامپالنې  سره په گډه مبارزه وسي.»

هغه زیاته کړه، په عین وخت کی باید دا واضح سي چي آیا آلمان  په بهر کي د اسلامي ډلو په تمویل کی برخه اخلي.

د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر مياشت کي لا، له گواښ سره مخامخ اولس ټولنې، سترو گوندونو ته له نیژدو بڼسټونو او همدارنگه په خارجه وزارت کي مسؤولو چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چي کومي اسلامي ډلې د هغوی له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي. خو دغې غوښتنې ته تر نن ورځي پوري کوم جواب نه دی ورکړل سوی.

افغانستان ته ځيني ستانه شوي بيا ولي کډوال شوي؟

GP/NZ/AG