1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د اروپايي ټولنې د روغتيايي مرستو جوپه افغانستان ته ورسېده

۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه

د روغتيا نړيوالې ادارې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د يوې روغتيايي جوپې يا محمولې د لېږد خبر ورکړ. یادې ادارې ویلي چې د مرستو دغه جوپه د اروپايي بشردوستانه پله له لارې افغانستان ته لېږدول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4OZDv
Deutschland will gefährliche PFAS-Chemikalien in EU verbieten
انځور: Monika Skolimowska/dpa/picture alliance

د اروپايي ټولنې له لوري مرسته شوې د روغتیايي توکو دغه محموله چې روغتيايي لوازم او د تروما د درملنې اړتيا وړ توکي په کې شامل دي به وروسته د افغانستان پر روغتيايي مرکزونو وېشل کيږي.

د روغتيا نړيوالې ادارې له اروپايي ټولنې څخه په مننې ويلي دي چې افغانستان ته د روغتيايي تجهيزاتو لېږد به په دغه هېواد کې خلکو ته دارو درملو او ژغورونکو روغتيايي لوازمو ته لاسرسی ورپيدا کړي. دغه د روغتيايي مرستو جوپه په داسې حال کې افغانستان ته رسيږي چې د دغه هېواد وګړي روغتيايي خدمتونو او اړتيا وړ توکو ته جدي ضرورت لري.

پر همدې موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د افغانستان روغتيايي سيستم د طالبانو د واکمنۍ راهيسې له ستونزو سره مخامخ شوی دی. د زرونو روغتونونو او داسې روغتيایي مرکزونو فعاليت درېدلی دی چې د نړيوالو ادارو له خوا تمويلېدل.تر ۲۰ ډېرو هيوادونو پر طالبانو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

پر ښځو او نجونو کاري بنديز بيا د دې باعث شوی چې د ښځينه ډاکترانو او کارکوونکو شمېر په روغتيايي مرکزونو کې راکم شي. په ډېرو ولايتونو کې آن يوه ښځينه ډاکتره هم اوس شتون نه لري. دغه کار د دې سبب کيږي چې ښځې او نجونې حتی د علاج وړ ناروغيو له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخې شي.