1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نيږدې ۱۲ زره افغانان د آلمان د ويزې په تمه دي»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱, جمعه

تقريبا ۱۲ زره افغانان په دې انتظار دي چې د آلمان ويزه تر لاسه کړي او په دغه هيواد کې له خپلوانو سره د کورني الحاق په ترڅ کې يوځای شي.

https://p.dw.com/p/4QOdC
Pakistan Islamabad | Demonstration von Flüchtlingen aus Afghanistan
افغانانو په اسلام آباد کې احتجاجونه هم کړي ديانځور: Faisal Nouri

د آلمان په پارلمان (بوندستاگ) کې د اپوزيسيون گوند فراکسيون د ويزې په تمه افغانانو په هکله له حکومته پوښتنه کړې. د آلمان حکومت د دغې پوښتنې په جواب کې ويلي دي چې د ۲۰۲۲م کال په اگست مياشت کې لا د هغه افغانانو شمېر ۲۷۰۰ و چې د کورني الحاق له پاره يې د حاضرۍ ژمني ترلاسه کړي وې. يعني دغو خلکو ته وخت ټاکل شوی و چې حاضر شي او خپل غوښتنليکونه داخل کړي او يا يې د پروسې د جريان له پاره حاضري ورکړي.

د آلمان حکومت زياته کړې ده چې داسي فکر نه کوي چې په ياد شمېر کې به کمښت راغلی وي، بلکي اټکل کوي چې لا زيات افغانان به د کورني الحاق په مقصد د آلمان د ويزې په انتظار وي.

دغه هم ولولئ: «آلمان ته د بهرني مسلکي کارګرو راتګ بايد آسانه شي»

د آلمان حکومت ويلي دي چې پوره کوښښ کوي چې د ويزو د ورکړې په ترڅ کې اړونده پروسې چټکې کړي. حکومت زياته کړې ده چې د ويزې د غوښتنليکونو له پاره يې باندني شرکتونه موظف کړي دي.

زياته شوې ده چې د ۲۰۲۲م کال له مارچ مياشتي راهيسي د آلمان داخلي چارواکي د ويزو د غوښتنليکونو د ارزولو دنده په آلمان کې دننه پر مخ بيايي. د آلمان د حکومت په وينا تېر يعني ۲۰۲۲م کال و ۳۲۰۳ افغانانو ته د کورني الحاق په مقصد ويزې ورکړل شوي دي چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله تقريباً دوه چنده زیاتې دي.

په ۲۰۲۱ کال و ۱۶۷۰ افغانانو ته ويزه ورکړل شوې وې چې د کورني الحاق په ترڅ کې په آلمان کې د اوسېدونکي خپلې کورنۍ د غړي سره يوځای شي.

د آلمان د خبري آژانس د يوې پوښتنې په جواب کې د کين گوند استازې، کلارا بيونگر ويلي دي چې دا ښه خبره ده چې د آلمان حکومت تر مخه لا د ويزو د غوښتنليکونو د پروسې د چټک کولو له پاره اقدامات کړي دي.

دغه هم ولولئ:  د سره صلیب رئيس د افغان مهاجرو د ستونزو په هکله ایران ته تللی

په پارلمان کې د کيڼ گوند له خوا د مهاجرت د سياست دغې کارپوهې مسؤلې البته غوښتنه کړې ده چې بايد لا نور اقدامات وشي. هغې ويلي دي: «د کورنۍ سره د يوځای کېدو حق بيا هم بشري حق دی.»


د بيونگر په وينا که په روان سرعت سره کار دوام پيدا کړي، نو هغه دوسيې چې تر مخه لا تر پروسې لاندي دي، بشپړه کول به يې لا څلور کاله نور وخت ونيسي. هغې وويل چې په اسلام آباد او تهران کې د آلمان د ويزې په دفاترو کې د وخت ترلاسه کولو له پاره تر يو کال زيات وخت انتظار ته اړتيا وي. د کيڼ گوند په وينا افغانان ښايي آن د دې له پاره کلونه انتظار کولو ته اړ وي.

آ./ا.ا./ن.ز.