1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان فدرالي شورا د اخراج د اسانتيا قانون تصويب کړ

۱۴۰۲ بهمن ۱۳, جمعه

د آلمان ائتلافي حکومت غواړي چې د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.د آلمان پارلمان له خوا تصویب شوی قانون اوس د فدرالي شورا اړین ملاتړ ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4byQN
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان فدرالي شورا (بوندسرات) د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج د اسانتیا له پاره پلان شوي اقدامات تصویب کړي دي.

دا قانون د روان کال په جنوري میاشت کې د آلمان پارلمان (بوندیستاګ) له خوا تصویب شو. د دې قانون موخه د مجرمینو، خطرناکو کسانو او په ځانګړې توګه د انساني قاچاق وړونکو د چټک اخراج په اړه ډاډ ورکول دي.

په دې قانون کې یو لړ هغه اقدامات راغلي دي چې د اخراج  بهیر ته به ګټور وي دغه راز د هغو کسانو د اخراج له پاره به په ښه ډول پلي کیږي چې په آلمان کې د اوسیدو حق نه لري.

په ورته وخت کې دا قانون، د قانون پلي کوونکو چارواکو ته ډیر فرصت ورکوي چې د آلمان پریښودو ته اړ شوي کسان ومومي، د دوی هویت د اسنادو سره تائید کړي او له پټیدو یې مخه ونیسي.

د آلمان فدرالي شورا یا بوندسرات د آلمان له  ۱۶ ایالتونو غړي لري چې شمیر ۶۹ تنو ته رسیږي او د دغه هیواد د مقننه قوې یوه برخه ده.

rsh/af/zn (dpa)