1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایالتونه باید د مهاجرو د اخراج قانون عملي کړي.»

۱۴۰۲ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د جرمني د سوسیال ډیموکرات گوند مشر، لارس کلینگ بایل، د دغه هیواد له ایالتونو غوښتي دي چي د رد سوو مهاجرو د لازیات او ژرترژره اخراج په هکله د جرمني د پارلمان له خوا تصویب سوی قانون عملي کړي.

https://p.dw.com/p/4brQc
Deutschland Leipzig | Abschiebung
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د سوسیال ډیموکراټ گوند مشر، کلینگ بایل د آلمان د ( نویین اوسنابرویکه څایتونگ) په نامه ورځپاڼي ته وویل: «د جرمني ایالتونه اوس د دې امکانات لري او هغوی باید ورڅخه استفاده وکړي. حکومت باید په دې هکله فعال اوسي او کله چي خبره پر هغو مهاجرو له اروپا څخه بریتانیا ته د غیر قانوني مهاجرو ورتګ کم شویوي چي دلته نه سي پیدا کیدای، نو باید بیرته یې ستانه کړي.»

د سوسیال دیموکرات مرستیال مشر زیاته کړه: «خو جرمني باید د مهاجرت په موضوع کي په هره خوا کي بهتره سي. همدارنگه کله چي خبره د هغو کسانو پر منلو وي چي ځانونه مدغم کولای سي او دلته کار کوي. » کلینگ بایل وویل: «موږ له بهر څخه مسلکي کسانو ته اړتیا لرو، ترڅو د یوه قوي هیواد په توگه پاته سو. په هغه کي د ښه راغلاست کلتور خبره هم شاملیږي.»

په بلجیم کې د سړک پر سر اوسیدونکي مهاجر

د جرمني پارلمان د جنورۍ مياشتي په نیمايي کي د رد سوو مهاجرو د لازیات او ژرترژره اخراج په هکله یو قانون تصویب کړ. نوموړي قانون د هغو کسانو له پاره چي د اخراج له گواښ سره مخامخ دي، د اوږدمهاله توقیف امکانات او د تحقیقاتو پر وخت، پولیسو ته د لا زیاتو حقونو د ورکولو زمینه برابروي.

د آلمان حکومت په دې ډول د پناه غوښتونکو شمیر د زیاتیدو او په ډیریو سیمو کي د هغوی د ځای پرځای کولو د امکاناتو د کمښت په وړاندي غبرگون ښيي.

GP/NZ/AG