1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ماليې وزیر د زیاتو رد سویو کډوالو د ایستلو غوښتنه

۱۴۰۱ اسفند ۳, چهارشنبه

د آلمان د ماليې وزیر وايي چې المان ته بايد د غیري قانوني کډوالو د ورتګ مخنیوی وسي. د هغه په خبره، د نورو ډېرو رد سویو کډوالو ایستلو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/4Nq6j
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د شمېرو له مخي پروسږکال تر ۳۶زره ډېرو افغانانو په آلمان کي د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه ورکړي دي.
د آلمان د ماليې وزیر کریستیان لیندنر په نظر، په یوه ګټوره لار باید آلمان ته د غیري قانوني کډوالو مخه ونیوله سي. 

د آزاد ديموکراټانو ګوند دغه سیاستمدار ویلي دي چې پر دې سربېره باید له آلمان څخه د ایستلو لړۍ چټکه سي: «موږ په بشپړه ډول د غیري قانوني کډوالو مخنیوی نه کوو.»

د هغه په خبره: «هغه څه چي موږ ورته اړتیانه لرو، غیري قانوني کډوالي ده، دا کډوالي که څه هم غیري قانوني ده، خو د زیات وخت له پاره د هستوګني او اجتماعي ګټو ترلاسه کیدو سبب کیږي.»

له آلمان څخه د کډوال کېدونکو شمېر زيات سوی دی

هغه وړاندیز کوي چي کارګرو کډوالو ته دي د نورو لارو چارو ترڅنګ د هغوی د اسنادو د تايید بهیر هم چټک کړل سي.

له بله پلوه هغه له هغو کډوالو سره چي په آلمان کي د پاته کېدو حق نه لري د قاطع چلند غوښتنه وکړه، لینډنر هیله لري چي د کډوالو له پاره نوي ټاکل سوی استازی یواخیم سټیمپ به د غیري قانوني کډوالو بیرته خپلو هیوادونو ته د ورستنولو په موخه له هغو هیوادونو سره یوشمېر تړونونه لاسلیک کړي.د آلمان کيڼ ګوند د ايرانيانو په پناه غوښتنه کې آساني غوښتې ده

د آلمان د ماليې وزیر ویلي دي: «د یو ډول راکړي ورکړي داسي تصور سته چي محصلانو ته د ویزې ورکولو اسانتیاوي، اقتصادي همکارۍ او د غیري قانوني کډوالۍ مخنیوی پکښي شامل دی.»

د المان د ماليې وزیرکریستیان لیندنر
د المان د ماليې وزیرکریستیان لیندنر انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د آلمان د کډوالي او پنا غوښتني فدرالي ادارې د شمېرو له مخي پروسږکال ۲۱۷زره او ۷۷۴کسانو په آلمان کي د پنا اخیستلو غوښتنلیکونه ورکړي دي. 

دغه شمېره د تېرکال په پرتله ۴۷فیصده زیاته ده. په دې ډله کي ډیری پناه غوښتونکي د سوریې (۷۰زره او ۹۷۶ تنه)، افغانستان (۳۶زره او ۳۵۸ تنه )، ترکیه (۲۳زره او ۹۳۸ تنه) او په همدې ترتیب عراق او ګرجستان شامل دي.

پر دې سربېره یو میليون ګډوال له اوکراین څخه بېله دې چي د پنا غوښتني اسناد وړاندي کړي، آلمان ته راغلي دي، نو همدا سبب دی چي د آلمان په یوشمېر سیمو کي خلک د کورونو له کمښت څخه شکایتونه کوي.