1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د استخباراتو مشر د طالبانو په اړه په څه خبر وو؟

۱۴۰۳ تیر ۱۴, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو استخباراتو د مشر له پاره يو حساس ملاقات؛ هغه بايد د افغانستان ماموريت په تړاو د آلمان پارلمان د څېړنیز کمېسیون پوښتنو ته ځواب ووایي. ويل کيږي چې ادارې یې طالبان ناسم اټکل کړي ول.

https://p.dw.com/p/4hrTb
افغان طالبان په ۲۰۲۱م کال کې د کابل تر نیولو وروسته
افغان طالبان په ۲۰۲۱م کال کې د کابل تر نیولو وروستهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

کله چې د ۲۰۲۱م په اګست میاشت کې طالبان واک ته ورسېدل نو په مقابل کې یې ډېر مقاومت ونه ليدل شو. دوی شل کاله تر مخه هغه وخت له واکه ليرې کړل شوي ول چې د امريکا متحده ایالاتو په مشرتوب پوځي ائتلاف په دغه هېواد کې مداخله وکړه. دغه پوځي ماموريت په نيويارک کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نیټې ترهګریزو بريدونو ته غبرګون وو.

د طالبانو پر دې چټک برياليتوب د هغه وخت د آلمان حکومت هم حيرانتيا څرګنده کړې وه. دا په داسې حال کې وه چې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس، تر دې لږ دمخه يوه بيخي بل ډول وړاندوېنه کړې وه.

د نوموړي ناسم اټکل دا پوښتنه راپورته کړه چې د آلمان د فدرالي استخباراتو په بهر کې د څارنې مسئوليت لرونکې ادارې (بي ان ډي) پلازمينې کابل ته د طالبانو د داخليدو په تړاو څومره معلومات درلودل.

د بي ان ډي يو شاهد لا دمخه پوښتل شوی

د آلمان پارلمان د افغانستان د ماموريت په تړاو څېړنیز کمېسيون چې له ۲۰۲۲م کال راهېسې سره راټوليږي، تمه لري چې په دې اړه به ځوابونه نن، يعني د جون میاشتې پر څلورمه نېټه د آلمان د استخباراتي ادارې يا بي ان ډي له مشر برونو کاهل، څخه ترلاسه کړي.

ويل کيږي چې د نوموړي کارکوونکو ښايي په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ځواکونو امنيت هم تضمين کړی وي.

کاهل، د دې کمېسيون لومړنی شاهد نه دی. د ۲۰۲۳م کال د سبتمبر په پای کې د افغانستان پخوانی سيمه ایز ځانګړی استازی هم دې کمېسيون ته ور بلل شوی وو. د نوموړي نوم د دې قسمي عامه تفتيش په ترڅ کې د هغه د امنيت د خونديتوب په خاطر نه وو په ډاګه شوی.

د نوموړي په اړه څېړنیز کمېسيون او هلته ناستو عامه خلکو او خبريالانو ته هم يوازې لږ معلومات ورکړل شول: دغه کس د آلمان په پوځ کې د ۳۵ کلونو تر خدمت وروسته، وروستي ۱۱ کاله د بي ان ډي سره کار کړی دی.

د آلمان د استخباراتي ادارې مشر برونو کاهل
د آلمان د استخباراتي ادارې مشر برونو کاهلانځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د هغه د کار ځانګړې ساحه مخابراتي څارنه وه. ويل شوي چې نوموړي څو ځله افغانستان ته سفر کړی دی او هر وارې کابو يوه اونۍ هلته پاته شوی دی. د دغه ډول يوه کس مسلکي پوهې د صدارت په ماڼۍ کې ځانګړی اهميت درلود.

په صدارت ماڼۍ کې د امنيتي وضعيت په اړه منظمې غونډې

هلته يعني د برلين په حکومتي مرکز کې د امنيتي وضعيت په اړه منظمې غونډې ترسره کیږي. په دې ترڅ کې د هغو خطرونه په اړه چې آلمان ورته باید متوجې واوسي، خبري کيږي، نه يوازې د افغانستان په تړاو، بلکې د ټولې نړۍ د وضعيت په اړه.

دغه شاهد په خپلو خبرو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ م کال د فيبرورۍ مياشتې د دوحې تر تړون وروسته د وضعيت او حالاتو د پرمختګ په اړه خپل نظر بيان کړ: «د يوه عسکر په توګه موږ وايو چې وضعيت د پام وړ تغير کړی وو.» د طالبانو او امريکا ترمنځ د دغه هوکړې مهم ټکی چې د افغانستان د حکومت له ګډون پرته لاسليک شوی وو، د امريکايي ځواکونو انخلا وه.

د دوحې تړون د افغانستان د پوځ مورال مات کړ

دغه شاهد وويل: «په دې توګه د افغانستان له امنيتي ځواکونو ملاتړ هم له منځه ولاړ.» د نوموړي په خبره په تېره بيا د هوا له لارې ملاتړ چې ناڅاپه له منځه ولاړ، د افغان ځواکونو مورال یې له منځه يوړ.

نتيجه یې دا وه چې هغوی نور له خپلو سنګرونو نه وتل. خو د بي ان ډي، د دغه لوړپوړي چارواکي له پاره هم دا حيرانوونکې وه چې طالبانو په څومره چټکۍ سره کابل ونيو.

دا چې په پای کې به دغه اسلامپالي بريا ته رسېږي، د دوحې تر هوکړې وروسته په سياسي او هم په پوځي کچه نور هيچا یې هم په اړه کوم شک نه درلود.

د افغانستان د وضعيت په اړه د بهر میشتو افغانانو اندېښنې

د هغو ډېرو شاهدانو له څرګندونو څخه چې په وزارتونو، صدارت ماڼۍ، خيريه موسسو او يا استخباراتي خدماتو سره یې کار کړی وو، د آلمان پارلمان څېړنیز کمېسیون ته دا خبره لا دمخه واضح شوې وه.

د کابل د سقوط په اړه ګنګوسي لا ډېر د وخته پيل شوي وې

په سپتمبر مياشت کې پوښتل شوي د بي ان ډي، دې چارواکي د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کې يعني په کابل کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو کابو يو کال تر مخه، د يوه سند د رامنځته کيدو څخه خبره کړې وه. د دې سند محتوا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر انخلا وروسته پر ممکنه سناريو راڅرخېدله.

د طالبانو د کوماندو ځواک غړی
د طالبانو د کوماندو ځواک غړیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د «خلافت ۲.۰» بڼه تر ټولو د ډېر احتمال لرونکې سناريو په توګه اټکل شوې وه. د شاهد موخه له دې څخه د طالبانو له خوا د يوه شريعي نظام رامنځته کول وو چې د اسلام سخت تعبير پکې عملي کيږي او نوموړي ټینګار وکړ: «موږ تل دا واضح کوله چې د دغه ډول سناريو رامنځته کيدو موقت وخت کې قرار لرو.»

دغه شاهد په خپلو خبرو کې وويل: «داسې انتظار نه کیده چې طالبان به دومره ژر او په چټکۍ سره بې له مقاومته په افغانستان کې نورې ولسوالۍ ونيسي او بالاخره به د ۲۰۲۱م د اګست پر ۱۵مه نيټه کابل ته داخل شي.

د آلمان استخبارات د معلومات له کمښت سره مخامخ ول

دا چې ولې ټول اړخونه د دومره سترې سهوې ښکار شوي، د بي ان ډي، کارکوونکي دې پوښتنې ته هیڅ ځواب نه درلود. نوموړي په سياسي او پوځي کچه د ترسره کيدونکو منظمو غونډو او خبرو اترو په اړه وويل: «په ټوله کې د وضعيت يو مشترک انځور موجود وو.»

دا چې د آلمان استخبارات سر له يوه مشخص او غير واضح وخت راهېسې د معلوماتو له کمښت سره مخامخ ول، د افغانستان له پاره دغه پخواني سيمه ایز ځانګړي استازي د څېړنیز کمېسيون د يوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره ومنله.

تر دې غونډې وروسته له شاهد څخه د آلمان پارلمان په ودانۍ کې په اصطلاح د پوښتنو ګرويږنو په خونه کې پوښتنو دوام پيدا کړ. دا چې د بي ان ډي، د مشر برونو کاهل، سره به هم داسې څه پيښ شي، احتمال یې ډېر دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب