1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شنونکی: د افغانستان له ماموریت څخه زده کړه نه ده شوې

۱۴۰۲ بهمن ۲۹, یکشنبه

د منازعاتو څیړونکی کونراد شِتر په دې کې شک لري چې ګواندې د افغانستان له ماموریت څه دې واقعاً هم زده کړه شوې وي.

https://p.dw.com/p/4cXfa
Deutschland Conrad Schetter BICC
د بُن د منازعاتو د څیړنې نړیوال مرکز(BICC)  مشر کونراد شِترانځور: www.eventfotograf.in_jrf e.V.

د بُن د منازعاتو د څیړنې نړیوال مرکز(BICC)  مشر کونراد شِتر د پروتستانت خبري آژانس (epd) ته وویل: «شاید ښکیل وزارتونه ووایي، هغه څه چې په رپوټ کې راغلي دي مونږ پرې پوهیږو او مونږ هر څه تغیر کړي دي.» دغه موضوع له افغانستان او همدارنګه له نورو هغو سیمو سره د چلند په برخه کې لیدل کیږي چې په شخړو کې ښکیل دي.

د يوه آلماني عسکر خاطرې

د المان د پارلمان یا بونډسټاګ د مطالعاتو کمیسون وروسته له شاوخوا شپږ میاشتني کار څخه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د فبروۍ ۱۲ نېټه) د افغانستان ماموریت ارزونې په اړه خپل ابتدایي رپوټ خپور کړ.

شِتر چې د څو لسیزو راهیسې د افغانستان په اړه څیړنې کوي د کمیسیون په رپوټ کې د هغه تور اعتبار تر پوښتنې لاندې راوست چې په کې ویل شوي وو په دغه ماموریت کې ښکیلو کسانو د افغانستان په اړه په کافي اندازه معلومات نه درلودل: «په حقیقت کې د منازعاتو د سیمې په اړه هیڅ پوهه نه ده ورکړل شوې، یا سړی له یوه ټاکل شوي نظر سره داخلیږي او یا له ښې ناپوهې سره.»

DW Special 20 Jahre Bundeswehreinsatz in Afghanistan
آرشیف انځور: په کندز کې الماني سرتیري د کزمې په حالت کې لیدل کیږيانځور: picture-.alliance/dpa/M. Gambarini

د دغه کارپوه په خبره د ښکیلو وزارتو مشرانو او همدارنګه د پارلمان هغو استازو ته چې د افغانستان ماموریت یې باید تائید کړی وای، د سیمې د وضعیت په اړه په کافي اندازه معلومات نه وو ورکړل شوي: «سیاسي تصمیم نیونکو بې له دې چې په دې پوه وي چې په دغه هیواد کې څه تیر شوي دي، خپله پریکړه وکړه.» همدارنګه د دی یو علت د ښکیلو اړخونو ترمنځ د شفافیت کمښت وو.

دغه کارپوه زیاتوي چې د منازعاتو په موجودیت کې د وضعیت او پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو په برخه کې د شفافیت شتون به یو څه ستونزمن وي، ځکه کیدای شې د وسله والو مخالفینو په ګټه تمامه شي. خو د بیلګې په توګه لکه د پارلمان یا بونډسټاګ په شان د راپور ورکولو له پاره محافظت شوي یا امن ځایونه شتون لري.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب