1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت له پاکستانه د افغانانو په ایستلو اندېښنه ښودلې

۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبه

د آلمان حکومت او ملګرو ملتونو له پاکستان څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو پر ایستلو اندیښنه څرګنده کړې ده. آلمان ویلي دي د هغو افغانانو په اړه چې باید جرمني ته انتقال شي، له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دی.

https://p.dw.com/p/4YJtI
Pakistan | Afghanen müssen das Land verlassen
اکستاني چارواکو ويلي دي، هغه کسان چې له پاکستان څخه جرمني ته د منلو د پروګرام له لارې لېږدول کېږي، بیرته افغانستان ته نه استول کیږي.انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې دوی د هغو افغانانو په اړه چې په پام کې ده د آلمان په مرسته له پاکستانه راووځي، له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د هغه په ​​وينا دپاکستان  له خوا د ناقانونه کډوالو لپاره په خپله خوښه د وتلو نیټه د نوامبر پر لومړۍ نیټه پای ته ورسیده. یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه۳۰ زره افغانانان له پاکستانه ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت که څه هم چې اعلان کړی دی چې د نوامبر له لومړۍ نیټې څخه به ټول ناقانونه افغان کډوال  له پاکستانه اخراج کړي، خو د دغې تګلارې اصلي موخه هغه افغانان دي چې له لسیزو راهېسې په پاکستان کې ژوند کوي او یا هم واک ته د طالبانو په دويم ځل رسېدو سره دغه هیواد ته تللي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دوی په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روان ناوړه بشري وضعیت له امله اندیښمن دي.د نوموړي په ​​وينا، د ژمي په رارسېدو سره به دغه حالت لا سخت شي.

هغه زیاته کړه چې د همدې وضعیت له امله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له لارې  د ۲۰۲۳م کال لپاره له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د ۲۰ میلیونه يورو د بشري مرستو ژمنه کړې ده.

د آلمان د فدرالي حکومت د کډوالو د منلو پرواګرام له لارې، په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ افغانان آلمان ته رالیږدول کیږي.

دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی چې د ښځو، بشري حقونو سیاست، رسنیو، تعلیم او کلتوري برخه کې یې فعالیتونه کړي او اوس له ګواښ سره مخ وي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په دې پروګرام کې شاوخوا ۶۰۰ کسان منل شوي، خو یوازې ۱۳ کسان آلمان ته راغلي دي. پر دغه پروګرام سربیره په لسګونه زره له خطر سره مخامخ افغانان هم آلمان ته راوړل شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته څه د پاسه ۳۰ زره له خطر سره مخامخ افغانان آلمان ته انتقال شوي دي. په دې کسانو کې د آلمان د پوځ او ادارو ۱۹۳۰۰ سیمه ايز کارکوونکي هم شامل دي.

م.م: له پاکستانه د کډوالو جبري ایستلو اندیښمن کړي یوو

د ملګرو ملتونو  ویاند سټیفین دوجاریک ویلي دي چې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، له پاکستانه په ډله ایز ډول د افغان کډوالو پر جبري ایستلو انديښمن دی.

نوموړي د چهارشنیې په ورځ په نیویارک کې وویل: «موږ د خلکو له يوه ځای څخه بل ځای ته پر جبري انتقال کیدو انديښمن يو چې احتمالاً ډیری یې پناه غوښتونکي دي»

نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ګوتېرش له پاکستانه دا غوښتنه نه ده کړې چې د غير قانوني کډوالو د اخراج پريکړه چې د اکتوبر له ختميدو سره یې عملي کوي، دې بیرته واخلي، وويل:» موږ هيله لرو چې هغوی به دا ]پريکړه[ عملي نه کړي.«

نوموړي افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او بشري حقونو وضعيت ته په اشارې وویل چې افغانستان د يو شمير دلایلو پر اساس د مهاجرو منلو ته چمتو نه دی.

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي