1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امیتاب بچن د فلم د یوې صحنې د ثبتولو پرمهال ټپي شوی

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

د هند د سینما مشهور لوبغاړی امیتاب بچن د دغه هيواد په سویل کې د فلم د یوه شوټېنګ پرمهال ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/4OJ2i
Indien Bollywood-Schauspieler Amitabh Bachhan
انځور: EPA

د بالیووډ دغه ۸۰ کلن سوپر سټار د یکشنبې په شپه په خپل ویبلاګ کې یو پوسټ نشر کړی او ویلې یې دي چې په حیدراباد کې د ساینسي افسانوي فلم «پروژه K» کې د شوټېنګ پرمهال يې پښتۍ خوږ شوې ده.

اړوند مطلب: اميتاب بچن ته د فلم نړيواله جایزه ورکړل شوه

بچن لیکلي دي چې د هغه د رګونو کارټیلج مات شوی او عضلات یې ټوټه شوي. هغه زیاته کړي چې ټپ یې "دردناک" او له ډاکټر سره تر مشورې وروسته ممبۍ ته خپل کور ته تللی دی.

ډاکټرانو د هند سینما دغه ستوري ته سپارښتنه کړي ده چې د یو څه وخت له پاره پر کور پاتې شي او ارام وکړي.

بچن خپلو لسګونو پلویویانو ته چې د هغه د کور په دروازه کې راټول شوي، د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی او له هغوې یې غوښتي دي چې دروازې ته دې نه ورځې ځکه دی د روغتیایي حالت له امله ورسره نشي لیدلی.

اړوند مطلب: اميتاب بهچن ۷۸ کلن شو

بچن زیاته کړې چې په فلم کې یې کار تر هغه وخته ځنډول شوی چې هغه روغ شوی نه وي.

امیتاب بچن تر ۲۰۰ زیاتو هندي فلمونو کې کار کړی دی او د بالیوډ سینما مشهور ستوری بلل کیږي.

اژانسونه: ف ظ/ ن ز

زموږ له آرشيف څخه: