1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو له بنده آزاد شوی»

۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبه

د بې سرحده خبريالانو ټولنې خبر ورکړې دی چې فرانسوی – افغان ژورناليست مرتضی بهبودي چې له جنورۍ مياشتې راهېسې په افغانستان کې بندي وو، د طالبانو له بنده آزاد شوی دی.

https://p.dw.com/p/4XjdU
Mexiko Journalistenmorde Symbolbild
نوموړی خبريال بيا د روان میلادي کال د جنورۍ پر پنځمه په يوه کاري سفر افغانستان ته ولاړ او هلته دوې ورځې وروسته په داسې حال کې ونیول شو چې د مطبوعاتي اعتبار ليک په انتظار وو.انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د بې سرحده خبريالانو ټولنې (آر اس اف) د چهار شنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خبرولو سره د افغان الاصله فرانسوي خبريال مرتضي بهبودي، د آزاديدو خبر تائيد کړ دی.

دغه سازمان د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «د طالبانو عدلیې د خبريال مرتضی بهبودي د آزادولو امر کړی دی. د نوموړي په اړه دا پريکړه په زندان کې د ۲۸۴ ورځو او شپو تیرولو وروسته شوې ده.»

د مطبوعاتو د آزادۍ  د برخې دغه غير دولتي سازمان په خپله اعلاميه کې زياته کړې ده چې د جاسوسۍ او د بهرنيانو د غیر قانوني ملاتړ په شمول پر نوموړي لګول شوي ټول تورونه په کابل کې په يوه جنايي محکمه کې تر استماعیې وروسته لغوه شوي دي.

په پام کې ده چې نوموړی د راتلونکې شنبې او يا يکشنبې په ورځ بیرته فرانسې ته ستون شي.

د بهبودي میرمن اليکساندره موستووايا، د بې پولې خبريالانو ټولنې په اعلاميه کې ويلي دي: «د مرتضی له آزاديدو سره زما نړۍ بيرته روښانه شوه او ژوند مې بیرته پېليدلای شي.»

۲۹ کلن بهبودي چې په خټه افغان دی، لومړی له خپل مور او پلار سره ایران ته مهاجر شوی وو. نوموړی بيا په ۲۰۱۵م کال کې فرانسې ته مهاجر شو چېرې چې یې له نورو مهاجرو سره په ګډه د «ګيتي نيوز» په نوم د خبرونو يوه انترنت پاڼه جوړه کړه.

دا په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغه هېواد ته د نوموړي لومړی سفر نه وو. هغه په همدې کال کې د فرانسې انترنتي ورځپاڼې «Mediapart» له پاره د يوه راپور جوړولو له وجې جایزې هم ګټلې وې.

په جولای میاشت کې د طالبانو يوه وياند د فرانسې تلویزيون ته ويلي ول چې نوموړی نيول شوی دی «خو د يوه خبريال  په توګه نه ... بلکې ځکه نيول شوی دی چې هغه د رژيم له مخالفينو سره مستقيمې اړيکې لري.»

د بهبودي ميرمن د چهار شنبې په ورځ وويل چې له «نوموړي سره د نورو زندانيانو په پرتله نسبتاً ښه چلن شوی دی» او د کتاب لوستلو او ورزش کولو اجازه يې درلودله.

طالبانو د نوموړي د آزاديدو په اړه په سملاسي توګه کومه تبصره نه ده کړې.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

ب. ص/ ن. ز (AFP)