1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوربند که وقفه، توپير يې څه دی؟

۱۴۰۲ آذر ۳, جمعه

د »سملاسي وقفې« په غوښتنې سره ملګرو ملتونو د اسرائيل ناراضي راپارولې ده. سربېره پر دې په پرېکړه ليک کې د حماس په وړاندې د اسرائيل له ځان څخه د دفاع حق هم نه دی ذکر شوی.

https://p.dw.com/p/4ZPmy
ملګري ملتونه
ملګري ملتونهانځور: Wang Ying/XinHua/dpa/picture alliance

د حماس اورپکې اسلامپاله ډله چې د غربي هيوادونو له خوا تروريسي سازمان درجه بندي شوې، د اکتوبر پر اوومه په يوه پراخ بريد کې په اسرائيل کې تر ۱۴۰۰ زيات وګړي ووژل، چې ډېر يې ملکيان ول. دغه تروريستي بريد ته په غبرګون کې اسرائيل د غزې په تراډه کې د حماس ډېر شکمن سنګرونه بمبارد کړي او ويشتلي دي. په ورته وخت کې د اسرائيل پوځ ځمکني عمليات هم پيل کړي دي.

د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک له حماس سره د اسرائيل د جګړې له پاره څه معنی لري؟

لومړی دا چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې پرېکړه ليکونه د بين الدول حقوقو له مخې الزامي نه دي. هغه پر ښکېلو غاړو د غږ کولو معنی لري چې د دغه نړيوال سازمان د اکثريت رايې پکې انعکاس مومي.د اسرائیل او حماس په توافق کي څه راغلي؟

د بين الدول حقوقو له مخې الزامي بڼه يوازې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړې لري. دا په دې معنی چې د ملګرو ملتونو دغه تر ټولو لوړه شورا اړوندو هيوادونو ته د بنديزونو ګواښ کولی شي که يې پرېکړه ليکونه رعايت نه کړي. دا چې اسرائيل او حماس په رښتيا هم د ملګرو ملتونو د عمود اسرائيل کابينې د موقتي اوربند هوکړه تصويب کړهمي اسمبلې له خوا غوښتل شوي وفقې باندې توافق کوي او که نه، په دواړو لورو پورې اړه لري، خو دوی مکلف ورته نه دي.

په جنګ کې د ځنډ او وقفې ترمنځ توپير شته؟

وقفه او ځنډ هممانيز ويونه دي چې په رسمي سندونو کې ډېر وخت لومړۍ کليمه يعنې وقفه ډېره استعماليږي. د دې څرګند تعريف چې په جنګ کې وقفه څه شي ته وايي، نشته. ډېری وخت هغه داسې غيررسمي تفاهمونه دي چې په جګړه يزو فعاليتونو کې ځنډ يعنې وقفه راوستل کيږي. اکثراً وقفه د لنډې مودې او محدودو ساحو له پاره اعلانيږي. ډېر وخت هغه د يوه خاص هدف له پاره هم پلې کيږي. د ساري په ډول د ځينې اکمالاتي لارو له پاره درې ورځنۍ ځنډ (په جنګ کي ځنډ) داسې جوړ جاړی دی چې د بشري مرستو يا د ملکيانو د تخليې امکان ورکوي. دغسې څه »بشري وقفه« بلل کيږي. وقفه د بنديانو د تبادلې يا آن د سولې خبرو له پاره کارېدلی شي. هغه البته د جګړه يزو فعاليتونو د پای نخښه بايد ونه بلل شي.       

اوربند څومره الزامي دی؟

له دې سره په توپير اوربند يوه رسمي او د تړون بڼه لري. د هاګ د ځمکنۍ جګړې په تعريف کې په پنځم څپرکي کې چې د هاګ د کانونسيونو يوه برخه ده، رغلي دي »اوربند د جنګي لورو ترمنځ د يوه متقابل تړون له لارې جګړه يز فعاليتونه قطع کوي.« په دې سره د اوربند کليمه په بشري بين الدول حقوقو کې ريښه لري.امریکا: روغتونونه باید د جګړې په ډګر بدل نشي

اوربندونه له دې کبله په ځينو مقرراتو پورې تړلي دي. د هاګ د تعريف له مخې اوربند هم د مکان او هم د زمان له مخې محدودېدای شي. خو »که پر يوې خاصې مودې باندې توافق نه وي شوی، نو جنګي لوري هروخت خصومتونو ته بېرته دوام ورکولی شي.« خو د دې يو شرط هم شته: جنګي لوري بايد »د اوربند د شرايطو مطابق، په کافي وخت کې خبر کړل شي.« له اوربند څخه د يوه لوري سخته سرغړونه البته بل لوری د خبر ورکولو له مکلفيت څخه مستثنا کوي.    

څوک د سولې تړون لاسليکولی شي؟

ډېری وخت اوربند د سولې تړون لومړی ګام وي چې ورپسې د دايمي سولې مقررات پرې تنظيميږي. د سولې تړون سره هممهاله د سولې توافق هم اعلانيږي. په دې سره يو دولت، په يواړخيز ډول هم، د جګړې پای اعلانولی شي، بې له دې چې ځينې خاص شرطونه ورپورې تړلي وي.

د سولې تړونونه او هم پر سولې توافقات يوازې د بين الدول حقوقو له مخې په رسميت د پېژندل شوو حکومتونو له خوا امضا کېدای شي. دغه رسميت بيا د حماس ډله نه لري. د ملګرو ملتونو دوه پر درې غړي د »فلسطين دولت« په رسميت پېژني چې رسمي اداره يې د لويديځ اردن سيمې په رم الله ښار کې د فسلطين خپلواکمنه اداره ده. آلمان په ۲۰۱۲م کال کې د دغه دولت په رسميت پېژندنه کې مستنکفه رايه کارولې څو ټينګار وکړي چې فلسطينۍ سيمې غيردولتي بڼه لري.