1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

جوليان آسانج تر آزاېدو وروسته خپل هېواد ته ستون شو

۱۴۰۳ تیر ۶, چهارشنبه

جوليان آسانج، په شمالي ماريانا ټاپوګانو کې محکمې ته وړاندې شوی چېرې چې هغه د امريکا د جاسوسۍ قوانينو پر نقضولو اعتراف کړی دی. په دې توګه يوه اوږده قانوني لانجه پای ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4hWZl
د ويکيليکس بنسټ ايښوونکی جوليان آسانج
د ويکيليکس بنسټ ايښوونکی جوليان آسانجانځور: YUICHI YAMAZAKI/AFP/Getty Images

د ويکيليکس انترنت پاڼې بنسټګر جوليان آسانج، د چها شنبې په ورځ په يوه امريکايي محکمه کې د پوځي رازونو د افشا کولو د جرم تر منلو وروسته آزاد شو.

کله چې ترې قاضي وپوښتل چې آیا دی خپل جرم مني او که څنګه، آسانج ځواب ورکړ: «د معلوماتو په تړاو مجرم يم.»

د نوموړي اعتراف د امريکا د قضايي قوې له چارواکو سره د يوه توافق برخه وه چې له مخې یې يوه اوږده قانوني لانجه پای ته ورسېدله چې د مطبوعاتو د آزادۍ او امنيت په تړاو یې مهمې پوښتنې رامنځته کړې وې.

قاضي د آسانج په مخاطب کولو سره وويل: «له دې څرګندونو وروسته داسې ښکاري چې ته به وکولی شې د يوه آزاد شخص په توګه د محکمې له دې خونې ووځې.»

د دې توافق پر اساس جوليان آسانج، نه شي کولی د يوه جواز د ترلاسه کولو پرته امريکا ته داخل شي.

«په ۲۱مه پيړۍ کې د امريکا د اساسي قانون لومړۍ مادې ته ګواښ»

د آسانج وکيلانو د نوموړي د آزادېدو خبر په داسې حال کې ستايلی دی چې هغه د استراليا پر لور يوې الوتکه کې سپور شوی دی. د نوموړي وکیلې جېن روبنسون، د محکمې دباندې خبريالانو ته وويل: «نن يوه تاریخي ورځ ده. نن يوه ۱۴ کاله اوږده قانوني جګړه پای ته ورسېدله.»

ديجتلی جاسوسی

نوموړې زياته کړه: «نن ورځ هغه يوه قضيه هم پای ته ورسېدله چې په ۲۱ پيړۍ کې د امريکا د اساسي قانوني لومړۍ مادې ته د ګواښ په توګه پيژندل شوې وه.»

يوه بل وکیل، بېري پولاک، وويل چې «د جوليان آسانج قضايي تعقيب د جاسوسې قانون په دې تیرو ۱۰۰ کلونو کې يوه بې ساري قضيه وه. امريکا هیڅکله دا قانون داسې نه وو استفاده کړې لکه د ښاغلي آسانج په څېر د يوه ژورناليست او ناشر د تعقيب په ترڅ کې چې یې استفاده کړ.»

د استراليا لومړي وزير انتوني البينیز، هم د چهار شنبې په ورځ له دې «پرمختګ« هرکلی کړی دی.

د دې قانوني معاملې جزيات څه دي؟

امريکا تر هغه وروسته د آسانج پر وړاندې د جاسوسۍ د قانون څخه په څو ځلي د سرغړونې له کبله د اقامې دعوا وکړه چې د ويکيليکس په نوم انترنت پاڼې له لارې يې په افغانستان او عراق کې د جګړې او د ديپلوماتيکي لانجو په تړاو د ملي امنيت سره تړاو لرونکي يو لړ اسناد خپاره شول.

په خټه استراليايي جوليان آسانج په ۲۰۰۶م کال کې د ويکيليکس بنسټ کيښود. دا يوه غير انتفاعي ټولنه ده چې په انترنت کې د يوې ويب پاڼې له لارې محرم سندونه او لاسوندونه افشا کوي او يا یې نورو نړيوالو رسنيو ته سپاري.

جوليان آسانج د محاکمې تر ختميدو وروسته
جوليان آسانج د محاکمې تر ختميدو وروستهانځور: Kim Hong-Ji/REUTERS

د دې قانوني معاملې يا تړون په ترڅ کې آسانج، د ملي دفاع اړوندو اسنادو د ترلاسه کولو او بيا خپرولو په جرم اعتراف وکړ. امريکا پر نوموړي د جاسوسۍ نورې ۱۷ قضیې لغوه کړي دي.

آسانج د دوشنبې په ورځ د بريتانیا د بېمارش زندان څخه تر آزاديدو وروسته په شمالي ماريانا ټاپوګانو کې د امريکا د پاسيفيک ټاپو په قلمرو کې پرتې محکمې ته حاضر شو.

نوموړی د ۶۲ میاشتو بند په سزا محکوم شو، هغه موده چې نوموړي لا دمخه په بريتانیا کې په زندان کې تیره کړې وه او په دې توګه بالاخره خپل ټاټوبي استراليا ته ستون شو.

ب. ص/ ن. ز ()AP, AFP, Retuers