1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويکيليکس بڼسټګراسانج له بنده آزاد سو؛له امریکا سره معامله؟

۱۴۰۳ تیر ۵, سه‌شنبه

د جوليان اسانج په قضيه کې حساس بدلون: ژورناليست او د مهمو اسنادو افشاکوونکی جوليان اسانج، له کلونو حقوقي کشمکشونو وروسته په حيرانوونکي ډول په لندن کي له بنده آزاد سو. آيا له امريکا سره به کومه معامله سوې وي؟

https://p.dw.com/p/4hSUs
Großbritannien London 2019 | Julian Assange
انځور: Victoria Jones/empics/picture alliance

 د جوليان اسانج له خوا جوړ سوي پورتال ويکيليکس د دوشنبې په ماښام داسي تصويرونه خپاره کړل چي پکښي ښودل کيږي، څرنگه دغه ۵۲ کلن د لندن په هوايي ډگر ستنستيد کي يوې الوتکې ته پورته کيږي.

د دغو معلوماتو له مخي هغه اوس له بريتانيا څخه وتلی دی. د دې کار دليل ښايي د اسانج اوامريکا متحده ايالاتو  د قضايي قوې ترمنځ يوه احتمالي معامله وي چي تر دې وخته پوري يې د نوموړي آستراليايي د ورسپارلو غوښتنه کوله.

داسي ښکاري چي امريکا متحده ايالات اوس دې ته تيار دي چي له دې کاره صرفنظر وکړي، کله چي هغه په ځينو مواردو کي پر خپلو تورونو اعتراف وکړي.

امريکا متحده ايالات پراسانج باندي د جاسوسۍ تور لگوي، دا ځکه چي هغه په ۲۰۱۰م کال کي پر ويکيلس باندي په عراق او افغانستان  کي د امريکا متحده ايالاتو د پوځي ماموريت  په هکله مهم معلومات خپاره کړي وه. له بلي خوا بيا ملگري ملتونه، د قانون پلي کولو چارواکي د زندان شرايطو ته په کتو سره د اسانج په شکنجې تورنوي.

Großbritannien | Unterstützer des WikiLeaks-Gründers Julian Assange in London
په لندن کی د اسانج ملاتړ کوونکي د هغه د آزادیدو غوښتنه کويانځور: Peter Nicholls/Getty Images

اسانج د ۲۰۱۹م کال له اپريل مياشتي راهيسي د بريتانيا د تر ټولو سختو امنيتي تدابيرو لاندي محبس بيلمارش کي بندي وو.

په ۲۰۱۲م کال کي هغه لومړی په لندن کي د اکوادور  سفارت ته پناه يووړه او د هغه هيواد تابعيت يې واخيست، خو وروسته د اکوادور ولسمشر لينن مورينو په ۲۰۱۹م کال کي له هغه څخه دغه تابعيت بيرته واخيست او هغه يې بندي کړ.

اسانج په ۲۰۱۲م کال کي له هغه وروسته سفارت ته پناه يووړه، چي په سويډن کي د جنسي جرمونو د تورونو له امله تر تحقيقاتو لاندي راغي. دغه پلټنې په ۲۰۱۷م کال کي بندي سوې.

  GP/NZ/AG