1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

تهران د ایران خلاف د آلمان، فرانسې او بريتانیا غوښتنه غندلی

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

ایران د شنبې په ورځ له ملګرو ملتونو سازمان څخه د فرانسې، آلمان او بریتانيا هغې غوښتنې ته شدید غبرګون ښودلی چې وايي د روسيې له خوا په اوکراین کې د ایران ساخت ډرون الوتکو د استفادې تورونو په اړه دې تحقیقات ترسره شي.

https://p.dw.com/p/4IY2B
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعانيانځور: Iranian Foreign Ministry/AP/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني، د فرانسې، آلمان او بریتانیا هغه ادعاوې «ناسمې او بې بنسټه» بللي چې پکې پر ايران د نوو تحریمونو غوښتنه شوې ده.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت پر ټويټر ليکلي دي چې د دغه وزارت ویاند د آلمان، فرانسې او بريتانيا په ګډه اعلامیه کې مطرح شوې دغه ادعا په شدت غندلې چې روسیه د اوکراین په جګړه کې د ايران ساخت ډرون الوتکو څخه استفاده کوي.

زیلنسکي: د ایراني ډرون استعمال د روسیې »ډېواليتوب« ښيي

د ایران د بهرنيو چارو وزارت پر ټويټر ويلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان ټول غړي باید په بشپړه توګه د دغه سازمان په منشور کې ټول درج شوو ټولو اصولو او اهدافو، له هغې جملې د هیوادونو خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی ولري. دغه وزارت په دې ارتباط ويلي دی: «موږ په اوکراین کې د سياسي مذاکراتو له لارې د سولې او د جګړې د فوري پای ملاتړ کوو.»

کیف ويلي دي چې روسيه د اوکراین په جګړه کې د ایران ساخت له شاهد-۱۳۶ ډوله جنګي ډرون الوتکو څخه استفاده کوي کوم چې د خپلو اهدافو پر لور حرکت کوي او په لګېدو سره ېې چاودنه کوي.

امریکا: ايراني روزونکي عملاً له روسي ځواکونو سره مرسته کوي

دغه هیواد د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د ایران ډرون الوتکو د استفادې په هکله د څيړنې غوښتنه کړې ده. رويټرز ليکي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د آلمان، فرانسې او بريتانیا استازو د اوکراین له دغه وړاندیز څخه ملاتړ کړی او دغه آژانس په دې ارتباط هغه لیک هم ليدلی چې د دغو درو اروپايي هیوادونو استازو لاسلیک کړی دی.

وال سټریټ ژورنال: ایراني بی پيلوټه الوتکو اوکرایني پوځ ته شدید زیان اړولی

امریکا متحده ايالاتو هم ادعا کړې چې د ایران پوځي روزنکي د کریميا په نیمه ټاپو کې حضور لري او روسي ځواکونو سره د ډرون الوتکو په استفاده کې مرسته کوي. د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند، نید پرايس چې په یوه خبري غونډه کې ېې خبرې کولې وويل: «موږ په دې هکله کره معلومات لرو»، خو په هکله ېې شواهد وړاندې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تهران تر دې مخکې هم مسکو ته د ډرون الوتکو اکمالات رد کړي او مسکو هم وايي چې ځواکونه ېې د اوکراین په جګړه کې د ایرانۍ جنګي ډرون نه کاروي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه يو انځوریز البوم.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب