1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا پارلمان د بریکزیت پر بدیلو لارو رایې اچوونه کوي

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

د بریتانیا د پارلمان غړو له اروپايي ټولنې څخه د دغه هيواد د وتلو چارې تر یوه حده پورې په خپل لاس کې واخیستې. اوس نو د پارلمان غړي د «پرته له تړونه وتلو» او «دویمي ټولپوښتنې» په ګډون د بریکزیت پر بدیلونو رای اچوونه کوي.

https://p.dw.com/p/3FfAw
London Big Ben and Houses of Parliament at sunset
انځور: picture-alliance/robertharding/J. Sweeney

د بریتانیا د پارلمان غړو د دوشنبې په ورځ ناوخته د لومړۍ وزیرې تریسا مې، د تړون ترڅنګ د بریکزیت له پاره د بدیلونو په اړه هم د رای ورکولو په حق کي رای ورکړه. مې چې تر اوږدو مذاکراتو وروسته یې له اروپايي ټولنې سره د بریکزیت پر یوه تړون موافقه کړې ده اوس ځکه په ستونزمن وضعیت کې ده، چې هم یې خپل ګوند او هم اپوزیسیون د دغه تړون خلاف دي او تر اوسه پورې یې هغه دوه وارې په ډیر لوړ توپیر رد کړی دی.

د دوشنبې ورځي پریکړه د لومړۍ وزیري تریسا مې له پاره یوه نوې ماتې ده ځکه هغې تر دې مخکې د پارلمان غړو ته د دې حق نه وو ورکړی چې د بریکزیت پر بدیلونو باندې رای اچوونه وکړي. د نوې پریکړې له مخې د پارلمان غړي څو انتخابونو ته په اصطیلاح «مشخصوونکي رایې » ورکوي چې روښانه شي په پارلمان کې د کوم انتخاب له پاره ملاتړ موجود دی.

پارلمان د څه په اړه رای ورکوي؟

پارلمان به د چهارشنبې په ورځ د څو بیلابیلو انتخابونو له پاره غیر الزامي رایې ورکړي چې روښانه شي د کومو موضوعګانو، څومره ملاتړ موجود دی. که څه هم د هغو موضوعګانو نوملړ چې پرې رای اچوونه کیږي لا روښانه نه دی، خو تمه کیږي چې دغه موضوعګانې په کې شاملې وې:

  • د بریکزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو بهیر په بشپړه توګه درول
  • د یوې بلې ټول پوښتنې ترسره کول
  • د مې د تړون ملاتړ کول
  • د «ناروې پلس» تړون ملاتړ کول چې بریتانیا ته د اروپا په واحد مارکټ کې د پاتېدو امکان ورکوي
  • بې تړونه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو ملاتړ

یو خطرناکه سنت

د تریسا مې حکومت ویلي دي چې د دوشنبې ماښام رای اچوونې د راتلونکې له پاره یو «خطرناکه سنت» رامنځ ته کړی دی او ټینګار یې کړی دی چې د رای اچوونې پایله باید له اروپايي ټولنې سره د مذاکراتو وړ وي.

په داسې حال کې چې تر دې مخکې د مې کابینې ویلي ول چې له استازو سره به ګډ کار ته دوام ورکړي، لومړۍ وزیرې تریسا مې روښانه کړې ده چې هغه به د رای اچووني د پایلو له مخې عمل کولو ته سل په سلو کې اړه نه وي. دا ځکه چې په اصطلاح «مشخصوونکي رایې» د حکومت له پاره الزامي نه وي.

د بریتانیا د اپوزیسیون مشر جیریمي کاربون، استازو ته د بریکزیت د کنترول په لاس کې نیولو له کبله مبارکي ورکړه او د دې موضوع په اړه يې د حکومت سیاست ناکامه وباله. د اروپا په پارلمان کې د بریکزیت د چارو همغږي کوونکي ګي فرهوفشتاد، بیا ویلي دي چې د دوشنبې پایله د دې چانس رامنځ ته کوي چې په پارلمان کې د بیلابیلو ګوندونو غړي یوځای کار سره وکړي.

د مې په ګوند کې د هغې مخالفین: د «مشخصوونکي رایو» ورکوولو طرحه په لومړي سر کې د محافظه پاله ګوند غړي اولیور لیتوین، له خوا مطرح شوه او بیا یې د بیلابیلو ګوندونو غړو ملاتړ وکړ. که څه هم حکومت د خپل ګوند غړو ته ویلي ول چې د دې طرحې پر ضد رایې ورکړې، خو لږ تر لږه ۳۰ محافظه پاله سیاستوالو د دې طرحې په حق کې خپلې رایې وکارولې.

درو وزیرانو استعفأ کړې: تر رای اچوونې لږ مخکې ریچارد هارینګتون، چې د سوداګرۍ وزیر وو خپله دنده پریښوده. دوو نورو وزیرانو هم له حکومته استعفأ کړې او د طرحې په حق کې یې خپلې رایې کارولې دي.

تریسا مې اوس هم غواړي خپل تړون ته ملاتړ وموندي: لومړۍ وزیره تریسا مې غواړي د دریم ځل له پاره خپل تړون پارلمان ته وړاندي کړي، تر څو استازي یې په حق کې رایې ورکړي. دا تړون تر دې مخکې دوه وارې په لوړو اکثریتونو رد شوی دی. هغې د دوشنبې په ورځ ومنله چې اوس هم په پارلمان کې د هغې د تړون له پاره کافي ملاتړ موجود نه دی.

د بریکزیت ضرب الاجل د نزدې کیدو په حال کې دی: تیره اوونۍ اروپايي ټولنې د بریکزیت اصلي نیټه چې د مارچ میاشتې ۲۹مه وه، وغځوله. اوس نو باید بریتانیا د مې د تړون د نه تاییدو په صورت کې د اپریل پر ۱۲مه نیټه له اروپایي ټولنې ووځي. که استازي د لومړۍ وزيري تړون ته مثبته رایه ورکړي نو بریتانیا به د می میاشتې پر۲۲مه نیټه له اروپايي ټولنې ووځي.

ms/nz (AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل