1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریگزیت: اروپايي ټولنې او بریتانیا پر کلیدي موضوع موافقه کړې

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

مې هیله لري چې د بریگزیت په موافقې کې نوي بدلونونه به یې د هیواد د پارلمان غړي راضي کړي چې د بریگزیت د پلان ملاتړ وکړي. بریتانیا د دې پلان د تصویب له پاره کم وخت لري ځکه باید د مارچ پر ۲۹مه نیټه له اروپايي ټولنې ووځي.

https://p.dw.com/p/3EpzR
Frankreich Brexit l Theresa May trifft sich mit Juncker in Strassburg
انځور: picture alliance/AP Photo/V. Kessler

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې، د دوشنبې په ورځ وویل چې له اروپایي ټولنې یې داسې قانوني تضمینونه ترلاسه کړي دي چې کیدای شي د بریتانیا د پارلمان غړي دې ته راضي کړي چې د هغې د بریگزیت يا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو د پلان ملاتړ وکړي.

د نویو تضمينونو له مخې دا خبره روښانه شوې ده چې د تریسا مې د بریگزیت پلان تر ټولو جنجالي موضوع چې «ایرش بک ستاپ» نومیږي به موقتي وي. تریسا مې د اروپايي کمیسیون له مشر ژان کلود یونکر، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «د پارلمان غړو په واضح توګه وویل چې د ایرش بک ستاپ په برخه کې قانوني بدلونونو ته اړتیا وه. نن موږ پر دغو قانوني بدلونونو باندې موافقې ته ورسیدو.»

پر دغو موضوعګانو باندې موافقه شوې:

د مې په حواله دواړو اړخونو پر درو سندونو باندې موافقه کړې ده: یو ګډ قانوني سند، یوه ګډه بیانیه، یوه یو اړخیزه اعلامیه. دغه درې واړه سندونه به د بریگزیت له پلان سره مل شي.

  • له قانوني لحاظه الزامي «ګډ قانوني سند» به بریتانیا ته د دې اجازه ورکړي چې په هغه صورت کې چې اروپايي ټولنه د نامعلومي مودې له پاره د بک ستاپ، عملي کول وغواړي نو د اروپايي ټولنې په محکمه کې عریضه وکړي.
  • په کډې بیانیه کې بیا د دې غږ شوی چې تر بریگزیت وروسته او د انتقالي دورې تر بشپړیدو چې د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې ختمیږي، دواړه اړخونه د سوداګري پر یوه نوي تړون موافقه وکړي. له دې سره به د بک ستاپ د عملي کیدو مخه هم ونیول شي.
  • بریتانیا به همداراز یوه یو اړخیزه اعلامیه خپره کړي چې پکښې به راغلي وي چې که د راتلونکې سوداګرۍ پر سر مذاکرات ناکام شي نو «بک ستاپ» به نور عملي نه وي.

ایریش بک ستاپ څه ته وايي؟

د ایرش بک ستاپ تدبیر له مخې  شمالي ایرلند چې د بريتانيا برخه ده او ایرلند جمهوریت چې د اروپايي ټولنې غړی هیواد دی، تر منځ یوه پرانیستې پوله رامنځ ته کیږي. دا کار یوازې په هغه صورت کې کیږي چې اروپايي ټولنه او بریتانیا تر بریگزیت وروسته یو له بل سره د سوداګریزو اړیکو پر یوه نوي تړون باندې سره توافق وکړي.

خو د بریگزیت ډیری پلوی سیاستوال د همدې موضوع له کبله د بریگزیت د ټول پلان مخالفت کوي، ځکه هغوی ویره لري چې که د سوداګرۍ پر تړون باندې موافقه و نه شي نو بریتانیا به د یوې نامعلومې مودې له پاره د اروپايي ټولنې د قوانینو منلو ته اړ شي.

نوې موافقې ولې مهمې دي؟

تریسا مې له اروپايي ټولنې سره په داسې حال کې یوې موافقې ته رسیږي چې د بریتانیا د پارلمان غړي د سه شنبې په ورځ د مې د بریگزیت پر پلان باندې رای اچونه کوي. په جنوري میاشت کې ډیر شمیر د پارلمان غړو دغه پلان رد کړی وو. مې دا ځل هیله لري چې له نویو تضمینونو سره به وشي کولای چې خپل د بریگزیت پلان په پارلمان کې تصویب کړي. خو د لیبر ګوند چې د مې د حکومت اپوزیسیون جوړوي لا وختي نوي تضمینونه رد کړي دي او د پارلمان پر غړو یې غږ کړی دی چې د تریسا مې د بریگزیت پلان يووار بيا رد کړي.

که د تریسا مې د بریگزیت پلان رد شي نو د پارلمان غړي به بیا د چهارشنبې په ورځ په دې اړه رایې واچوي چې آیا بریتانیا پرته له کوم تړونه له اروپايي ټولنې ووځي او که نه. که پریکړه دا وه چې برتیانیا دې پرته له یوه تړونه نه وځي نو بیا به پارلمان د پنجشنبې په ورځ د بریگزیت د ضرب الاجل د غځولو له پاره رای اچوونه وکړي.

اروپايي ټولنه: دا مو وروستی چانس دی

یونکر چې په شتراسبورګ کې د تریسا مې تر څنګ ناست وو، د بریتانیا د پارلمان غړو ته خبرداری وکړ چې که د بریگزیت پلان دا ځل رد شي نو اروپايي ټولنه به بیا مذاکرات ونه کړي. یونکر په روښانه توګه وویل چې بریتانیا دې د بریگزیت دې پلان ته رایه ورکړي او که نه نو په خبره یې کیدای شي چې بریگزیت هیڅ پر مخ ولاړه نه شي.

ms/bs (Reuters, AFP, dpa, AP)