1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د کومو افغانانو د ویزو معافيت ځنډولی دی؟

۱۴۰۳ خرداد ۹, چهارشنبه

د ترکيې ولسمشر، له افغانستان سره د ديپلوماتيکو پاسپورټونو درلودونکو له پاره د ویزې د معافيت توافق ځنډولی دی.

https://p.dw.com/p/4gQU0
Symbolbild | afghanischer Reisepass
د افغانستان پاسپورتانځور: Stanislav Krasilnikov/TASS/dpa/picture alliance

ترکي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد حکومت د ديپلوماټانو د ويزو د معافیت توافق چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره لاسلیک شوی وو، په تعلیق حالت کې اچولی دی.

«حریت» او «ديلي صباح» ورځپاڼو خبر ورکړی چې د ترکیې ولسمشر، د یو فرمان په ترڅ کې دغه توافق چې په ۲۰۰۸ کال کې د ترکيې او د افغانستان پخواني اسلامي جمهوری حکومت سره لاسلیک شوی وو، تعلیق کړی دی چې سر له جون میاشتې به دغه تعليق نافذ کيږي.

د ترکيې حکومت د دغه هوکړه لیک د تعلیق په هکله جزئیات نه دي ورکړي، خو حکومت پلوه ورځپاڼې «ډيلي صباح» رپوټ ورکړی چې دغه تصمیم افغانستان ته د مهاجرت په چارو کې د ترکيې د يوه پلاوي تر سفر لږ وروسته نیول شوی دی.

ورځپاڼې ويلي دي چې دغه پلاوي د روانې میاشتې په سر کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال، ترکيې ته افغانانو د غير اصولي مهاجرتونو او افغانستان ته د هغوی د اخراج په هکله خبرې کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل