1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

په استانبول کې د طالبانو ديپلومات په کار پېل کړی

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ اسفند ۹, سه‌شنبه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په استانبول کې یې دپلومات د افغانستان په قونسلګرۍ کې په رسمي توګه په کار پېل کړی دی. سرچينو ويلي دي چې د دې قونسلګرۍ درې ديپلوماتان د طالبانو په امر له دندې ګوښه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4O4F2
Bildergalerie Türkei Istanbul
انځور: Givaga/Zoonar/picture alliance

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن، سه شنبه د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې د دې ډلې ديپلوماتانو د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې په کار پېل کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند حافظ ضيا احمد تکل په دې اړه ويلي دي: «د دوشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت له خوا ليږل شوي ديپلومات په استانبول کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې په رسمي توګه په کار پېل کړی دی.»

اړونده موضوع: سرچېنې: ترکېې په استانبول کې د طالبانو یو ديپلومات منلی

ترکي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو په انقره کې د افغانستان د سفارت يوه سرچينه تائیدوي چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري «طالبانو ته سپارل شوې ده.»

د يکشنبې په ورځ په انقره کې د افغانستان سفارت ځينو سرچينو ويلي ول چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په امر د دغه قونسلګرۍ درې تنه دیپلوماتان ګوښه کړل شوي او ديپلوماتیک کارتونه یې ناچله شوي دي.

اړونده موضوع: په ترکيه کې د افغانستان د پخواني حکومت سرتېري د اخراج وېره لري

په انقره کې د افغانستان سفارت يوه دیپلومات د نوم نه بربنډولو په شرط دويچه ويله ته وويل چې طالبانو ګل محمد ځدران چې پنځه مياشتې مخکې یې ترکیې ته د ديپلومات په توګه استولی وو او په انقره کې یې د افغانستان په سفارت کې دنده ترسره کوله، د استانبول په قونسلګرۍ کې ګمارلی دی.

په ترکيه کې د افغانستان په سفارت کې يوه بله سرچينه وايي چې ترکي چارواکو دوی ته ويلي دي چې دا چې په کابل، هرات او مراز شريف کې د دغه هېواد سفارت او قونسلګرۍ فعالې دي او پر دې سربیره په لسونو ښوونځي او نور ترکي بنسټونه په افغانستان کې فعاليت لري، دوی له دې درکه تر فشار لاندې ول او مجبور شول د طالبانو دا پريکړه ومني.

دوې ورځې تر مخه په تهران کې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته وسپارل شو. طالبانو په تهران کې د سفارت د کنترول ترلاسه کولو سره هم مهاله دغه سفارت ته خپل اووه ديپلوماتان هم استولي. پخواني ديپلوماتان يوه ورځ تر مخه له سفارته وتلي ول.

اړونده موضوع:طالبان: په ایران کې مو شارزدافير په کار پېل کوي

د ایران د بهرنيو چارو وزارت طالبانو ته د سفارت د سپارلو چاره، د افغانستان د يوې داخلې موضوع په توګه ياده کړه.

طالبان په داسې حال کې چې کابو دوه کاله تر مخه واک ته رسېدلي ول، د ترکیې او ایران په ګډون د هیڅ يوه هيواد له خوا په رسميت نه دي پيژندل شوي.

تر دې دوو هيوادونو د مخه پاکستان، چين او روسیې هم د طالبانو ديپلوماتان، بې له دې چې د هغوی حکومت یې په رسميت پيژندلې وي، منلي ول.

زموږ له آرشيف څخه: