1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۳ میليونه ډېرافغان کوچنیان له سختي خوارځواکۍ کړیږي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبه

د روغتیا نړيوال سازمان وايي چي په ۲۰۲۳م کال کي تر ۳ میليونو ډېر افغان کوچنیان، ۸۴۰ زره امیندواري او شېدې ورکوونکي میندي له سختي خوارځواکۍ څخه کړیږي. طالبانو بیا اعلان کړی دی چي د خوارځواکي نژدې یو میليون نفر ګواښي.

https://p.dw.com/p/4NE4a
Afghanistan | Hungerkrise in Afghanistan
انځور: Michal Przedlacki/ Save the Children

طالبانو د سې شنبې په ورځ چي د فروري میاشتي اوومه کيږي ادعا وکړه چي په افغانستان کي يې د کوچنیانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او مبارزې له پاره لستوڼي راپورته کړي دي. 

په کابل کي د اسپانیا«EFE» خبري اژانس وايي، طالبانو وروسته له هغه په دې اړه خپل چمتووالی وښود چي د روغتیا نړيوال سازمان په دغه هیواد کي تر ۳ میليونو د ډېرو کوچنیانو په سختي خوارځواکۍ د اخته کیدو خبر ورکړ او زیاته يې کړه چي په افغانستان کي سږکال تر ۳ میليونو ډېر کوچنیان له سختي خوارځواکۍ څخه کړیږي، خو طالبان بیا وايي، په دغه هیواد کي یوازي یو ميلیون کسان د سختي خوارځواکۍ څخه کړیږي. 

اړوند: افغانستان؛ په خوارځواکۍ د اخته کوچنيانو شمير کابو ۵۰ سلنه لوړ شوی

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زماني عمار ياد خبري اژانس ته ویلي، طالبانو  د خوارځواکۍ سره د مبارزې ۸۰۰ نوي مرکزونه جوړ کړي دي، چي اوس د ټولو شمېر ۲۰۰۰ ته رسیږي. 

شرافت زماني عمار وايي: «د هغو خوارځواکو کوچنیانو، لیست چي د سختي خوارځواکۍ یاهم له منځنۍ خوارځواکۍ څخه کړیږي په هغه کچه نه دی، چي ښوول کیږي.» 

هغه ادعا کوي، چي تراوسه ۴۷ زره په سخته خوارځواکۍ اخته کوچنیان يې ثبت کړي او د تر درملني لاندي ټولو سره يې شمېر ۱،۱ میليون اټکل کیږي او په «منځنۍ کچه خوارځواکي» کوچنیانو شمېره کیدای سي ۲،۲ میليونو نفرو ته ورسیږي.

اړوند: يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو په سیمه ایزو او نړيوالو غیري انتفاعي مؤسسو کي د ښځو پر کار د بندیز لګولو پرېکړي د ډېرو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی. 

په ملګرو ملتونو پوري تړلی د روغتیا نړيوال سازمان وايي، سږکال ۸۴۰ زره امیندواري او شېدې ورکوونکي میندي د سختي خوارځواکۍ سره لاس او کرېوان دي.

د ملګرو ملتونو په خبره، شاوخوا ۲۸ میليونه افغانان یا د دغه هیواد دوه پر درېیمه برخه وګړي د سختو اقتصادي، وچکالۍ او د دوو لسیزو جګړو له لاسه مرستو ته اړ دي او نژدې شپږ میليونه نور وګړي يې دقحطۍ تر کرښه لاندي ژوند کوي. 

اړوند: «په هره یوه دقيقه کې ښايي يو ماشوم له لوږې ومري»

په ۲۰۲۱م کال، چي کوم وخت طالبان پر افغانستان واکمن او د نړيوالو مرستو په رسولو کي خنډونه پېښ سول نو په افغانستان کي د لوږي بحران نور پیاوړی سو. 

طالبان تل غواړي، چي د اوو ميلیارډو ډالرو په اندازه دي د افغانستان بنده کړل سوې شتمني وروسپارل سي.

په کابل کي د ایندراګاندي په نامه د کوچنیانو د روغتون مشر حسیب رحیمزي وردک د اسپانیا خبري اژانس ته ویلي دي: «نړيوال باید ټولي هغه لاري چاري، چي زموږ په هیواد کي د وزګارتیا او فقر سبب کیږي، د بېلګي په ډول د افغانستان شتمنۍ بندول او نورو بندیزونو ته د پای ټکی کښېږدي.»

زموږ له ارشیف څخه 

«په افغانستان کي ۸۰سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي»