1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتاجیکستان

تاجیکستان وایي له افغانستانه وراوښتي درې ترهګر يې وژلي

۱۴۰۲ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې ویلي دي چې د یوه »تروریستي سازمان « درې غړي چې د افغانستان له خاورې وراوښتي وو، په سرحدي سیمه کې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4W0As
آرشیف: د افغانستان تاجکستان سرحدي پوله
آرشیف: د افغانستان تاجکستان سرحدي پولهانځور: DW/G. Faskhutdinov

د تاجیکستان دولتي خبري آژانس خاور ویلې چې د «جماعت انصارالله تروریستي سازمان» درې غړي چې له افغانستان څخه تاجیکستان ته داخل شوي وو په سرحدي سیمه کې وژل شوې دي.

دغه خبري آژانس د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې په حواله لیکلي، چې دغه کسان د تاجیکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت «تاجیکستان ته د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو له پاره ورغلي وو» او د یو لړعملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

جماعت انصارالله یوه تاجیکه یاغي سخت دریځه اسلامپاله وسله واله ډله ده.

د خاور خبري آژانس د معلوماتو پر بنسټ، دغه کسان په ناقانونه توګه د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د کوران له سیمې څخه ور اوښتي ول.

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې چارواکو ویلي دي چې د دغې ډلې غړي په بېلابېلو سپکو او درنو وسلو سمبال وو، چې په دغو وسلو کې ام ۱۶ ټوپک، کارابین ام ۴ ټوپک او امریکايي جي اف تفنګچې شاملې دي.

د تاجیکستانن حکومت د معلوماتو پر بنسټ، یاد کسان د تاجیکستان وګړي او له دې مخکې يې د وسلو، مهماتو، چاودېدونکو توکو او مخابراتي وسايلو په ګډون يوه زياته اندازه پوځي تجهيزات د ګاونډي هېواد له خاورې یادې سیمي ته لېږدولي او پټ کړي وو.

دغه خبری آژانس لیکلي دي چې دا لومړی ځل نه دی چې د «جماعت انصارالله» تروریستي سازمان غړي په تاجیکستان کې د وضعیت د بې ثباته کولو هڅه کوي.

خاور خبري آژانس راپور ورکړی چې د روان کال په اپریل میاشت کې هم د دغه سازمان دوه غړي د افغانستان له پولې څخه د تروریستي بریدونو د تر سره کیدو په موخه تاجیکستان ته اوښتي وو چې د عملیاتو په پایله کې ووژل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو له فعاليتونو اندېښمن دي او وېره لري چې دغه ډلې به له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو ته مخه کړي. خو د طالبانو اداره ټینګار کوي چې د هیڅ هیواد پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.