1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

بلوچستان: د وسلوالو په حمله کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي

۱۴۰۲ تیر ۱۱, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي په ږوب علاقه کې د تروریستانو په يوه حمله کې لږ تر لږه درې پولیس او یو نيمه پوځي عسکر وژل شوي دي. چارواکو د یکشنبې يا اتوار په ورځ وويل چې حمله تېره نیمه شپه شوې او تر اوسه روښانه نه ده چې چا کړې.

https://p.dw.com/p/4TJlD
د آرشیف انځور - په پيښور کې د پاکستان امنیتي ځواکونه
د آرشیف انځور - په پيښور کې د پاکستان امنیتي ځواکونهانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

د بلوچستان ایالت د لومړي وزیر یو ویاند، بابر یوسفزي په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «تروریستانو په ږوب کې د تلاشۍ پر یوه پوسته د یو لاسي بم بريد کړی چې پکې څلور امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.»

د ځايي پولیسو يو افسر، اختر شاه، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه حمله تر نيمې شپې وروسته شوې او دا چې تر شا ېې د چا لاس دی لا تر اوسه روښانه نه ده.

په رپوټ کې زیاته شوې چې کومې ډلې هم تر اوسه د دغې حملې مسئوليت په غاړه نه دی اخیستی.

ورته نور ولولئ: د پاکستان پوځ د شپږو وسلوالو د وژلو ادعا کړې

دغه حمله داسې وخت شوې چې تر دې یوه ورځ مخکې ناپېژاندو بریدګرو د بلوچیستان ایالت په مرکز کويټې ښار کې د پولیسو یو مرکز ته يو لاسي بم وغورځاوه چې په نتيجه کې ېې یو پولیس ټپي شو.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی چې له ایران، افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري. دغه نا آرامه ایالت په  پراخه کچه د اسلامپاله جنګياليو، فرقه يي ډلو او ملتپاله بېلتون غوښتونکو له خوا د ترسره شوو خونړیو بريدونه شاهد پاته شوی دی.

(dpa)mks/mns