1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياسترومانیا

بلغاریا او رومانیا قسما په شينګن سیمه کې ورګډيږي

۱۴۰۳ فروردین ۱۱, شنبه

بلغاریا او رومانیا تر ۱۳ کاله انتظار وروسته، یکشنبه د مارچ ۳۱مه قسما د اروپا په شينګن تړون کې ورداخلیږي. دې سره به د دغو دوو هېوادونو او شينگن د نورو غړو تر منځ سمندري او هوايي سفرونه له سرحدي کنټروله پرته کيږي.

https://p.dw.com/p/4eGo4
د آرشیف انځور - د هسپانیا د بارسلونا ښار ال پرات هوايي ډګر - د شينګن سېمې هېوادونو له ۴۰۰ ميلیونه ډېر اوسيدونکي په خپلو کې آزاد تګ راتګ کولی شي
د آرشیف انځور - د هسپانیا د بارسلونا ښار ال پرات هوايي ډګر - د شينګن سېمې هېوادونو له ۴۰۰ ميلیونه ډېر اوسيدونکي په خپلو کې آزاد تګ راتګ کولی شي انځور: picture-alliance/NurPhoto/X. Bonilla

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د اروپا په شينګن سیمه کې له داخلېدو سره به بلغاریا او رومانیا ته د اوبو او هوا له لارې سفرونه، له سرحدي کنټرول پرته کیږي، خو په ځمکنيو سرحداتو کې به کنټرول د اتریش د مخالفت په دليل په خپل حال ادامه ولري. دغه دوه هېوادونه تر ۱۳ کلن انتظار وروسته په شینګن کې قسما ورګډيږي.

اتریش د مهاجرتونو له څپو اندېښنه لري په همدې دليل دغه هېواد په شينګن سيمه کې د شرقي اروپا هېوادونو له بشپړ غړيتوب سره مخالفت کوي.

په شينګن سيمه کې د رومانیا او بلغاريا په ورګدېدو سره به د دغې سيمه د هېوادونو شمېر ۲۹ ته لوړ شي. د شينګن سېمې د ۲۷ هېوادونو له ډلې ۲۵ ېې د اروپايي اتحادېې غړي دي، همدارنګه سويس، ناروې، آیسلند او لاېښتین شتاین هېوادونه هم په شينګن کې شامل دي. د دغو هېوادونو تر منځ سفرونه له وېزې پرته آزاد کیږي.

رپوټ زیاتوي چې د شينګن د قسمي غړيتوب باوجوده، د دواړو هېوادونو په هوايي او سمندري سرحدونو کې د کنټرول حذفول په خپله د پام وړ يو سيمبولیک پرمختګ ګڼل کيږي.

د رومانيا سرحد - اتریش د مهاجرتونو له څپو اندېښنه لري په همدې دليل په شينګن کې د شرقي اروپا هېوادونو له بشپړ غړيتوب سره مخالفت کوي
د رومانيا سرحد - اتریش د مهاجرتونو له څپو اندېښنه لري په همدې دليل په شينګن کې د شرقي اروپا هېوادونو له بشپړ غړيتوب سره مخالفت کويانځور: picture alliance / dpa

د بهرني سیاست د کارپوه، ستيفن پاپیسکو، په آند په شینګن سیمه کې داخلېدل د بلغاریا او رومانیا له پاره د «عطف یوه مهمه نقطه» ده چې دا اروپايي اتحاديې پورې اړوند د کرامت مسئلې ښکارندوي کوي.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «هر رومانيايي چې مجبور وو له نورو اروپايي اتباعو څخه جلا وګرځي، احساس ېې کاوه چې ورسره متفاوت چلند کیږي.»

۳۵ کلن ایوان پيتروف چې د بلغاریا دی او په فرانسه کې کار کوي وايي چې هغه دې ته لېواله دی چې وشي کړی په لږ مصرف له ستریس پرته سفرونه وکړي.

د رومانيا حکومت ويلي دي چې د شينګن سیمې مقررات به د دغه هېواد په څلورو سمندري بندرونو او ۱۷ هوايي اډو کې عملي شي. حکومت زياته کړې چې په دې منځ کې به پلازمېنه بخارست ته څېرمه اوتوپه هوايي ډګر چې د دغه هېواد تر ټولو ستر هوايي ډګر دی د شينګن سیمې پروازونو له پاره د یو ستر مرکز په څېر خدمات ترسره کړي. 

شينګن سیمه په ۱۹۸۵ کې ایجاد شوه چې دا مهال د اروپا ۲۷ هېوادونه په کې شامل دي، بلغاریا او رومانیا په ورګډېدو سره دغه شمېر ۲۹ ته پورته کیږي
شينګن سیمه په ۱۹۸۵ کې ایجاد شوه چې دا مهال د اروپا ۲۷ هېوادونه په کې شامل دي، بلغاریا او رومانیا په ورګډېدو سره دغه شمېر ۲۹ ته پورته کیږيانځور: Imago Images/W. Rothermel

د رومانيا حکومت دا هم ويلي دي چې د «مسافرو د ملاتړ او د هغو افرادو د پېژندګلوۍ له پاره چې له دغه وضعيت څخه د ناوړوه استفادې په کولو هڅه کوي له رومانيا په غیرقانوني توګه ووځي» په هوايي ډګرونو کې به د سرحدي پولیسو نه نېولې د مهاجرت ادارو تر چارواکو پورې په ډېر شمېر کې پرسونل وګمارل شي.

بلغاريا او رومانیا دواړه هيله مند دي چې د روان کال تر پايه به په بشپړه توګه په شينګن سیمه کې ادغام شي، خو په دې منځ کې اتریش ورسره يوازې د اوبو او هوا لارې سفرونو کې جوړ راغلی دی.

کرواسیا که څه هم تر رومانیا او بلغاریا وروسته د اروپايي ټولنې غړی شو، خو له دوی څخه مخکې شو، د ۲۰۲۳م کال په جنوري کې د شينګن سيمې غړی وګرځېد. شينګن سیمه په ۱۹۸۵ کې ایجاد شوه. د دغې سېمې له ۴۰۰ ميلیونه ډېر اوسيدونکي د همدې سيمې هېوادونو ته د سرحدي کنټرول پرته آزاد تګ راتګ کولی شي.

Mks/aa/(AFP)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل