1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انساني قاچاق؛ په اتريش کې يوه لارۍ نيول شوې ده

۱۴۰۲ شهریور ۶, دوشنبه

شکمنو قاچاقبرانو د ماشومانو په ګډون څو کسان په يوه کوچنۍ لارۍ کي پټ په اتريش کې لېږدول. د پولیسو په وینا د دغو کسانو ډیری له ترکيې څخه راغلي دي.

https://p.dw.com/p/4Vdot
په اتريش کې انساني قاچاق
په اتريش کې انساني قاچاق انځور: Werner Kerschbaummayr/Fotokersch/APA/dpa/picture alliance

 

د اتریش پولیسو ویلي چې دغه ۵۳ کسان د یو تور ترپال شاته یو ځای د کوچنۍ لارۍ د شا په برخه کې ډير تنگ سره ناست وو. دغه کسان په ياد موټر کې د اتریش په لینڅ ښار کې د ترافیکي د پلټنې پرمهال کشف شول. د پولیسو په وینا، کډوال چې پکې څو ماشومان هم شامل دي، په دې سفر کې خوندي پاتې شوي. دوی احتمالاآلمان ته پر لاره ول.

په اتريش کې انسانی قاچاق
په اتريش کې انسانی قاچاق انځور: Werner Kerschbaummayr/Fotokersch/APA/dpa/picture alliance

د پولیسو په وینا، د پلټڼې پر مهال روښانه شوه  تر زر ډېر خلک پهه قاچاقيډول له ترکیې څخه راغلي وو، لکه څنګه چې د څلورو نیول شویو کسانو څخه درې یې د ۱۸،۲۴ او ۲۸  کاله عمر لري. د څلورم له پاره، تابعیت لاهم باید روښانه شي.دغه کسان په قاچاق تورن دي.

آلمانۍ د شکمنې قاچاقبرې په توګه نیول شوی

د محلي پولیسو د راپور له مخي، شکمن قاچاقبران د زالڅبورګ سره نږدې په یوګینډرف کې نیول شوي، چې يوه آلمانۍ هم پکې ده. محلي پولیسو غوښتل یوه مشکوکه وړه لارۍ وپلټي او تالاشی يې کړی، خو موټر چلوونکي موټر ته ګړندی گاز ورکړ.چې پوليسو هغوی ونيول. دا یوه ښځه او يو سوریایي دی، دواړه ۲۱ کلن دي.

د پولیسو په وینا، په موټر کې د یوې کورنۍ په ګډون یوولس «ښکاره تښتېدلي کسان» سپاره وو، چې څلور ماشومان یې درلودل، دوی ته کوم زيان نه دی رسيدلې، خو دوه پولیس ټپیان شوي دي.

په وروستیو کلونو کې، د اتریش چارواکو په پرله پسې ډول داسې خلک موندلي چې په قاچاق وړونکو موټرو کې ځای په ځای شوي او د بالکان له لارې اتریش ته رسیدلي.