1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ؛ ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبه

په بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکو په یوه ترافیکي پېښه کې د دوه کسانو د مړینې او پنځو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4QBsb
Afghanistan Herat | Illegale Autos mit Lenkrad auf der rechten Seite
انځور: Herat Gov Press office

په بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکو په یوه ترافیکي پېښه کې د دوه کسانو د مړینې او پنځو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. د بلخ د پولیسو ویاند اصف وزیر وایي، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک ناحیه کې شوې ده.

اړوند مطلب: تخار: په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي دي

ټپیان د بلخ روغتون ته انتقال شوې دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. امنیتي مسؤلینو د دې پېښې لامل «د موټر چلونکی بې احتیاطي» یاده کړې ده.

په افغانستان کې هر کال د بیلابیلو دلایلو له مخې تل ترافیکي پېښي رامنځ ته کیږي.