1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تخار: په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي دي

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د تخار ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې د دې ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Oh5Z
Karte Afghanistan Provinz Takhar Deutsch
انځور: DW

د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله انصاري دویچه ویله ته وویل چې یاده پېښه نن سهار شاخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوې ده. هغه وویل: «د یوه پیکپ موټرد چپه کېدو له امله د چاه آب ولسوالۍ په انجیر کلي کې دا پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۶ کسانو خپل ژوند بایللی او ۷ تنه سخت ټپیان شوي دي.»

په دې اړه اړوند مطلب:افغانستان: ترافيکي پيښو د ۷۰۰ کسانو ژوند اخيستی

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس که څه هم دټرافیکي پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان بیا د پېښې قربانان د کان کېندونکي یادوي. د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکی عطالله وایي چې د پېښې قربانیان کان کېندونکي دي او د کار ځای پر لور روان ول چې یاده پېښه رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل: «د پېښې قربانیان د نورآبه کان کارکوونکي ول چې د انجیر قشلاق له سیمې څخه دغه کان ته روان ول چې متاسفانه په لاره کې ټرافیکي پېښه رامنځته شوې او مړو شویو کسانو جسدونه او ټپیان روغتونو ته انتقال شول چې د ډېریو ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه وو.»

د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د چلوونکي بې احتیاطي یاد شوې ده.