1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلجیم دوې اټومي بټۍ به لس کاله نور دوام وکړي

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

په بلجیم کې د تیهانګ ۳ او دویل ۴ دوې اټومي بټۍ به لس کاله نور دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/4LyRN
Belgien | Kernkraftwerk Tihange
انځور: Eric Lalmand/BELGA MAG/AFP/Getty Images

په بلجیم کې د تیهانګ ۳ او دویل ۴ دوې اټومي بټۍ به په احتمالي توگه تر پلان شوي وخت لس کاله نور دوام وکړي. د لومړي وزیر الکساندر ډی کرو حکومت او د فرانسې د انرژي عرضه کوونکي شرکت د میاشتو خبرو اترو وروسته په دې اړه موافقه وکړه. بنديدل به اوس یوازې تر ۲۰۳۵ پوري دوام وکړي. د ځنډيدلو دلیل دا دی چې د اوکراین د جګړې په پام کې نیولو سره به د انرژي رسولو خوندي کولو له پاره اټومي بټیو ته اړتیا وي. د بلجیم په اټومي بټۍ کې په پرله پسی ډول د پيښو رامنځته کيدل د نړیوالې اندیښنې لامل کیږي.