بغلان: په یوه ترافيکي پېښه کې ۸ کسان مړه او ۴۱ ټپيان شوي
۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبهپه بغلان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي شیر احمد برهان، دويچه ویله ته وويل چې په دغه پېښه کې اته تنه چې دوه يې ښځې او شپږ نارینه دي خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
برهان د پېښې لامل د موټرچلونکي بې احتیاطي او د موټر تخنيکي عوارض ښودلی دی. د پېښې د ټپيانو له انځورونو نه داسې ښکاري چې د اکثرو هغو وضعیت نازک دی.
په بغلان کي د يوه کان د نړيدو په پېښه کي لس کسان مړه شوي
دا د دوو وروستیو ورځو په جریان کې درېمه ترافيکي پېښه ده چې په بغلان او هرات ولایتونو کې رامنځ ته کیږي.
تېره ورځ په هرات ولایت کې د واده تر مراسمو وروسته په یوه ترافيکي پېښه کې د زوم په ګډون دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه ترافيکي پېښه چې د هرات په انجيل ولسوالۍ کې وشوه، پکې د ناوې په ګډون ۶ کسان ټپيان هم شول. د دغې ترافيکي پېښې اصلي لامل د موټر تيزه چلونه ښودل شوې ده.
د بادغیس پر لویه لار د ترافیکي پیښي له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
په وروستیو کې په افغانستان کې ترافيکي پېښې ډېرې شوي چې د لارو خرابوالی، تیز سرعت او د یو شمیر موټرچلونکو له خوا د مخدره موادو استفاده ېې اصلي دلایل ښودل کيږي.
دویچه ويله د/م.ک.ص./م.ن.ص.