1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغیس د ترافیکي پیښي له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د بادغیس - هرات پر لویه لار د مسافرو لیږدونکی ملي بس موټر د سبزک بند په سیمه کي درې ته لویدلې ګڼ شمیر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

https://p.dw.com/p/4HsPE
آرشیف: ترافیکې پيښه بلوچستان او مړي
آرشیف: ترافیکې پيښه بلوچستان او مړيانځور: Qadir Baluch/AP/picture alliance

د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند صدیق الله صدیق په خبره، په یاده پیښه کي یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوې یوه ښځه او دوه نارینه ټپیان شوې دي.

صدیق وايي له موټر څخه نور مسافر کښته شوې وه ځکه لار خرابه او په موټر کي تخنیکي ستونزي موجودې وې او که نور مسافر له موټر څخه نه واېې کښته شوې د مرګ کچه به تر دې لا لوړ واېې.

زابل کې ترافیکي پیښې ۳۵ تنه ووژل

د یادونې وړ ده چې د بادغیس لویه لار د هیواد په کچه د خرابو لارو څخه بلل کیږې چې د سبزک بند په سیمه کي ېې ډیری وختونه مرګوني ترافیکي پيښي رامینځ ته کیږې.

دوې اونۍ مخکې کله چې د بادغیس د ترانسپورټ ریاست دوه ملي بسونه د بادغیس هرات پر لویه لار د خلګو خدمت ته وړاندي کړل يوشمیر کسانو اندیښنه ښودلې وه چې یاده لار ډیره خرابه او ملي بس موټر نشې کولای په سم دول پرې تګ راتګ وکړي او نباید داسې موټر پر دې لار ولاړ شې چې زیات مسافر پکې سپاره وي. خو دوې اونۍ وروسته پر همدې لار د ګومارل شوو ملي بسونو څخه یې درې ته لویدلې.