1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتآسیا

بغلان؛ ترافیکي پېښه کې شپږ کسه مړه شوي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

په بغلان ولايت کې د طالبانو د ترافيکو مدير وايي چې په دغه ولايت کې په یوه ترافيکي پېښه کې شپږ کسانو مړه شوي او يو ټپي شوی دی. په دې پېښه کې شل څاروي هم له منځه تللي دي.

https://p.dw.com/p/4QnuZ
Afghanistan Balkh Unfall
انځور: Asif Waziri/Balkh Province Police Command

په بغلان ولايت کې د طالبانو د ترافيکو مدير قاري نذيرالله عبيدي د طالبانو تر ادارې لاندې د باختراژانس ته ویلي دي چې تيره شپه د پلخمري ښار په خواجه الوان سيمه کې په يوه ترافيکي پيښه کې شپږ تنه کسه مړه شوي او يو ټپي شوی دی.

د دې پېښې د ټپي شوي کس روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

بامیان؛ ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

په بغلان کې د طالبانو د د دغه مسوول چارواکي په وینا، دغه پېښه د يوه بار وړونکي موټر، چې له څارويو ډک وو او د يوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې شل څاروی هم له منځه تللي دي.

د افغانستان په هرات ولایت کي بمی بريد
د افغانستان په هرات ولایت کي بمی بريدانځور: REUTERS/J. Ahmad

بلخ؛ ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

دغه راز په پکتيکا ولايت کې په يوه بله ترافيکي پيښه کي دوه تنه ټپيان شوی دي. په دي وروستيو کي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي ترافیکی پيښې زياتې شوي دي.

د موټر چلوونکو بي احتياطي، د ترافيکي مقرراتو نه مراعاتول، د موټر چلوونکو له خوا د نشه یي توکو کارول، په زیات سرعت تګ او د سړکونو ډير خرابوالې په افغانستان کې د دغه پيښو د رامنځ ته کيدو اصلي لامل یادیږي.