1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان؛ ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د طالب چارواکو په حواله په باميان ولایت کې د يوه موټر د چپه کيدو په پېښه کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زياته شوې چې دغه کسان له کندهاره ورغلي کورني سيلانيانو ول.

https://p.dw.com/p/4QUqU
Afghanistan Herat | Illegale Autos mit Lenkrad auf der rechten Seite
انځور: Herat Gov Press office

 د باميانو ولايت د طالبانو د والي وياند صبور سيغاني دويچه ويله ته وويل، تېره شپه يو کرولا موټر، چې له کندهار ولايت څخه د باميانو ولايت ته ورغلی و، د کوتل شيبر په سيمه کې د ترافيکي پېښې ښکار شوی دی. 

 نوموړی وایي، موټر چپه شوی دی، چې پنځه کسان پکې مړه شوي او یو ټپي دی.

اړوند مطلب: بلخ؛ ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

د والي د ویاند په وینا، دا کورني سیلانیان و، چې له کندهار څخه د بامیانو ته د بند امیر او نورو تاریخي سيمو څخه د لیدو لپاره یې دغه ولایت سفر کاوه.

سیغاني وایي: « د دې پېښې  پنځه جسدونه او ټپي کس به د چورلکې په واسطه کندهار ولايت ته ولېږدول شي او کورنيو ته به يې وسپارل شي.» 

اړوند مطلب: افغانستان: ترافيکي پيښو د ۷۰۰ کسانو ژوند اخيستی

 شیبر کوتل د بامیان او پروان ولایتونه سره نښلوي او د افغانستان یو له مشهورو کوتلونو څخه بلل کیږي، چې د هېواد یو شمېر مرکزي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، خو وخت په وخت د ترافیکي پېښو شاهد وي.

 بامیان د خپلو ښایسته طبیعي منظرو او تاریخي سیمو په لرلو سره د افغانستان له سیاحتي ولایتونو څخه یو دی.  د هوا په ګرمېدو سره هر کال زرګونه کسان دغه ولایت ته د تفریح ​​او چکر لپاره ورځي.