1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا له افغانستان سره ۲۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی دی چې بریتانیا په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب پروګرام له پاره تر ۲۸ میلیونه ډالرو ډیرې پیسې ځانګړي کړي دي. له دې پيسو څخه به تر ۶۵۰ زره ډیرو کسانو ته په ژمې کې خواړه برابر کړای شي.

https://p.dw.com/p/4J6r9
Afghanistan, Kandahar | Ausgabe von World Food Programme Hilfsgütern
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP خبر ورکړی دی چې بریتانیا او شمالي ایرلنډ ۲۵ میلیونه پاونډه چې د ۲۸،۸ میلیونه ډالرو معادل کیږي، په افغانستان کې په ژمي کې د خوړو خوندیتوب کړکیچ ته د رسیدګۍ په خاطر ځانکړي کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرم ویلي دي چې له دغو پيسو څخه په استفادې به ۶۵۰ زره اغیزمنو شوو افغانانو او هغو کسانو ته چې په لیري پرتو سیمو کې اوسیږي، د خوراکي توکو بندوبست وشي. د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ده راغلي دي: «دا پيسې به د خوړو نړیوال پروګرام د بیړني عملیاتو بودیجې له پاره ځانګړې شي چې هغو ۱۵ میلیونه افغانانو ته چې د روان کال په ژمي کې د غذایي امنیت له نشتوالي سره مخامخ دي اختصاصې شي.»

اړوند: ملګري ملتونه: ۳۴۵ ميلیونه انسانان د لوږې له بحران سره مخ دي

نوموړي پروګرام په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وچکالي او سیلابونو له امله د افغانانو له پاره د روان کال ستونزې بې ساري بللي دي او ویلي يي دي چې احتمال شته چې د ډیر شمیر کورنیو اقتصادي وضعیت په راتلونکو کلونو کې تر دې هم ډیر خراب شي.

د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ، په میلیونونو کورنۍ د سوړ ژمي سره د مقابلې په خاطر وسایل او امکانات نه لري او له همدې امله د خوړو نړیوال پروګرام د ټول هیواد په کچه خپل د مرستو پروګرام پیل کړی دی.

د منځني ختیځ په چارو کې د بریتانیي د دولت وزیر طارق احمد ویلي دي چې بریتانیا له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې مهم رول لوبولی دی او په روان م کال کې یي له افغانستان سره ۲۸۷ میلیونه پاونډه چې ۳۲۱میلیونه ډالره کیږي مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د بریتانیي او شمالي ایرلنډ له نقدي مرستو څخه به ۱۶ زره میلیونه ټنه د خوراکي موادو، او ۹،۳ میلیونه ډالره به په نقدي ډول اړمنو کسانو ته وویشل شي.

اړوند: د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د روان م کال له پیل څخه تر اوسه پورې دغه بنسټ له ۲۱،۹ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو، بیړنۍ تغذیې، انتقلاتو او اقتصادي ملاتړ په شکل مرسته کړې ده.

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د ژمې فصل په را رسیدو سره د بشري کړکیچ په اړه انديښنه څرګنده کړې وه او له دغه هیواد سره یي د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکي دفتر (اوچا) ټینګار کړی وو چې د افغانستان تر نیمایي ډیر نفوس خپلو ماشومانو ته د ګرمو جامو برابرولو وس نه لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص