1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م: په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

۱۴۰۱ مرداد ۳, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ټول نفوس نیمايي یې د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي او زیاتوي چې تر اوسه پورې یې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولي دي.

https://p.dw.com/p/4Ebu1
Afghanistan | Welternährungsprogramm der UN in Kandahar
انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

په برلین کې جوړې شوې یوې انلاین خبري غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې ماري ایلن مکګرو ارتي وویل چې د افغانستان د ټول نفوس نیمايي یې د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي. نوموړې همدا راز زیاته کړه چې د خوړو نړیوال پروګرام تر اوسه پورې اړمنو ۱۸ نیم ميليونو کسانو له ډلې یې یوازې ۱۰ میلیونه کسانو ته مرستې رسولي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې د مرستو د نه رسیدو د دلیل په توګه وویل چې د مالي سرچینو کمښت تر ټولو ستر خنډ دی او زیاتوي چې دوی اړ دي چې له همدې کبله له لوږې سره د مخامخ کسانو په ډله کې لومړیتوبونه وټاکي. د هغې په خبره دوی شرایطو او د اړمنو کسانو د تغذیې وضعیت ته په کتو سره اړ دي چې د مرستو رسولو له پاره لومړیتوبونه وټاکي.

د افغانستان له پاره د خوړو د نړیوال سازمان مشرې وویل چې دغه پروسه ډیره ستونزمنه او زړه ماتوونکې ده. په افغانستان کې اوسمهال د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د هغې په خبره د بشري مرستو او خوړو د رسونې تر ټولو ستر پروګرام دی.

ماري ایلن مکګرو ارتي ټینګار وکړ په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په یوه کړکیچ پسې بل کړکیچ راځي. د هغې په خبره، د طالبانو تر راتګ وروسته په افغانستان کې د غذايي موادو تامین خورا ستونزمن شوی دی. ماري ایلن مکګرو ارتي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې اوږدې وچکالۍ، بې کاري، بې وزلي، اقتصادي کړکیچ، سیلابونه، د کرونا څپې او په دې وروستیو کې زورورې زلزلې هغه څه دي چې افغانان یې له کړاونو سره مخامخ کړي دي. د هغې په خبره، د اوکراین د جګړې له کبله د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي دي.

د دغه سازمان مشرې همدا راز زیاته کړه چې د ټولې نړۍ په پرتله په افغانستان کې د کونډو تناسب خورا لوړ دی او زیاتوي چې له اوسني وضعیت څخه تر ډیره پورې هغه میرمنې ډیرې اغیزمنیږي چې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه وي.

آیا په افغانستان کې اقتصادي وضعيت مخ پر خرابیدو دی؟

د ملګرو ملتونو د دغه نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، له افغانستان سره د راتلونکو شپږو میاشتو له پاره د بشري مرستو په موخه شاوخوا ۹۴۰ میلیونه یورو ته اړتیا ده ترڅو اړمنو افغانانو ته اساسي بشري مرستې ورسول شي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د یوه بشري ناورین خبرداری ورکړی وو او له نړیوالو یې په دې برخه کې د بشري او مالي مرستو غوښتنه کړې وه.