1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بریتانيا له زرونو مهاجرو سره له حضوري مرکو منصرف کيږي

۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

د بريتانيا حکومت د دې له پاره چې د پناه غوښتنې درخواستونو ته د رسيدګۍ چارې ېې چټکې کړي وي، په پام کې لري چې له ۱۲زره مهاجرو سره له حضوري مرکو کولو منصرف شي.

https://p.dw.com/p/4NwEG
په یوه ساده کښتۍ کې د مانش یا انګلیس کانال له لارې د بریتانيا دونګنیز ته رسيدلي مهاجر له بریتانیايي پولیسو سره - د ۲۰۲۲م کال د جنوري ۱۸مه
په یوه ساده کښتۍ کې د مانش یا انګلیس کانال له لارې د بریتانيا دونګنیز ته رسيدلي مهاجر له بریتانیايي پولیسو سره - د ۲۰۲۲م کال د جنوري ۱۸مهانځور: Henry Nicholls/REUTERS

په پام کې ده چې دغه پروسه د غیر حضوري مرکو پر ځای، ېوازې د پوښتنليکونو له لارې مخته وې وړل شي.

بريتانيايي رسنيو د پنجشنبې په ورځ د حکومت د یو سند پر اساس رپوټ ورکړی دی چې په راتلونکې کې به په زرونو پناه غوښتونکي حضوري مرکو ته و نه غوښتل شي، بلکې پر ځای به ېې پناه غوښتونکي یوه لنډ پوښتنلیک ترلاسه کوي.

ويل شوي دي چې دغه پوښتنلیکونه د افغانستان، اريتریا، لیبيا او سورېې هیوادونو پناه غوښتونکو ته استول کيږي.

مرتبط مطلب:بريتانيا د څو افغان خبریالانو پر انتقال له سره فکر کوي

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې که چېرته پناه غوښتونکي دغه پوښتنلیک ته ځواب ور نه کړي، په هغه صورت کې به هغوی دې ته اړ شي چې د پناه غوښتنې درخواست ېې بېرته واخلي.

د ګارډين ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، په دغه پوښتنلیک کې ۵۰ پوښتنې دي چې باید ورته په انګليسي ژبه ځوابونه ورکړل شي. پناه غوښتونکي د پوښتنلیک د ترلاسه کولو وروسته شل ورځې وخت لري تر څو د پوښتنلیک پوښتنې بشپړې او بېرته ېې چارواکو ته وسپاري.

مرتبط مطلب:تر ۱۶۰ ډیر کسان په انګلیس کانال کې له ډوبیدو ژغورل شوي

تېر میلادي کال د هغو افرادو شمیر چې د پناه غوښتنې درخواستونو په اړه ېې د بریتانیا چارواکو پریکړو ته منتظر ول، څه باندې ۱۶۰ زرو ته رسيده. د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱مه پورې په دغه هیواد کې مجموعاً ۱۶۰ زره او ۹۱۹ کسانو د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي ول. له دغې جملې څخه لوړ اکثریت یعنې ۱۰۹ زره او ۶۴۱ درخواست کوونکي د چارواکو نهايي پريکړو ته منتظر ول.

مرتبط مطلب:انګلستان: ۱۵ کډوال تر آخ و ډب وروسته ونيول شول

د رپوټونو پر اساس، په بریتانیا کې د قبولۍ چانس د افغانستان، اریتريا، ليبیا او سورېې هیوادونو پناه غوښتونکو ته تر۹۰ سلنې هم ډېر وو.

بریتانيا ته تر ټولو ډیر غیرقانوني مهاجرتونه د مانش کانال له لارې کيږي.

تېر میلادي کال له اروپايي هیوادونو څخه تر ۴۵ زرو ډېر مهاجر د دغه کانال له لارې په کښتیو کې د بریتانيا خاورې ته داخل شول، چې دغه شمیر د یو کال مخکې هغه په پرتله ۱۷زره لوړ وو.

مرتبط مطلب:بریتانیا: په مانش کانال کې مړه شوو مهاجرو کې ښايي افغانان وي

د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک، ژمنه کړې ده چې د پناه غوښتنې په کارونو کې د سستۍ او ځنډ راتلو ستونزې هواروي او په عین حال کې د غیرقانونی مهاجرو د کښتیو مخه هم نیسي. 

دویچه ویله د/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: